د ملی دفاع وزارت سرپرست او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان فراه ته سفر وکړ

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 120086

د ملی دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر او دغه راز د هېواد ځینو امنیتی چارواکو د فراه ولایت امنیتی حالاتو د څېړنې په موخه دې ولایت ته سفر کړی دی.
جنرال میلر ویلی، په دې سفر کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی او سولې ته د رسېدو لارو پرسر د فراه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې شوی دی.
ده ویلی: موږ له چارواکو او د امنیتی ځواکونو له مشرۍ سره فراه ته راغلی ترڅو د سولې لپاره د خلکو له غوښتنې ملاتړ وکړو.
په همدې حال کې اسدالله خالد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې امنیتی ځواکونه له دې ډلې سره هرډول مبارزې ته چمتو دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120086

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *