د ملی امنیت ریاست د زنبق څلورلارې د برید طرح کوونکی نیولی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104090

د افغانستان د ملی امنیت ریاست د شنبې په ماښام وویل چې د کابل ښار په مربوطاتو کې یې د حقانی شبکې درې غړی نیولی، چې د ۲۰۱۷ کال د می په ۳۱ مه یې د کابل د زنبق په څلورلارې کې یې یو لوی تروریستی برید تنظیم کړی و.

د ملی امنیت ریاست ویلی، چې دغو دریو تنو د جرمنی د سفارت مخ ته د کثافاتو په یو ټانکر کې د ایښول شوی بم د الوزولو ترڅنګ د “جی فور ایس” یا انجمن په نوم په کمپ باندې هم تروریستی برید تنظیم کړی و.

د افغانستان د ملی امنیت ریاست دا نه دی ویلی، چې دا درې تنه تورن یې څه وخت نیولی دی.

د زنبق د څلورلارې په تروریستی برید کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوی او شاوخوا ۴۱۵ نور ژوبل شوی وو.

افغان حکومت او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندانۍ د دغه برید پړه د حقانی په شبکې اچولې وه.

ملی امنیت دا هم ویلی دی چې په “جی فور ایس” یا انجمن باندې برید د مولوی حنیف په نوم د طالبانو په مدرسه کې تنظیم شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104090

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




71 − = 64