د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان مسالې په اړه د امریکا او پاکستان استازو ترمنځ لفظی شخړه

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41318

د امنیت شورا د تېرې شپې په ناسته کې چې د افغانستان اړوندو مسایلو په اړه ترسره شوې وه، د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سالیوان او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهی د یوبل سره لفظی شخړې وکړې.
امریکا د پاکستان څخه وغوښتل ترڅو ترهګریزو سازمانونو ته پناه ورنه کړی او پاکستان هم د ترامپ څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان خاورې دننه امن ځایونو مسالې او د نشه یی توکو له سوداګرۍ څخه د هغې ګټو ته رسېدنه وکړی.
د آسوشیتید پرس خبری سرچینې راپور له مخې، دغه لفظی شخړه د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې مطرح شوه چې د افغانستان اړوندو مسایلو او د سولې او امنیت ترمنځ موضوګانو په اړوند ترسره شوې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41318

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *