د ملګرو ملتونو سازمان له دې وروسته په ترکیه کې د کډوالو د ثبتولو لړۍ پرمخ نه وړی

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 82186

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالی کمیساری سرله راتلونکې دوه ورځو څخه به په ترکیه کې د کډوالو د ثبتولو لړۍ پرمخ یونسی او دغه مسولیت به د یاد هېواد د کډوالو ادارې ته وسپارل شی.
د ترکیې د کډوالو حقونو فعالان اندېښنه لری چې د ترکیې دولت هغه صلاحیت ته په کتو سره چې ترلاسه کړی، د کډوالو د ایستلو بهیر ته چټکتیا ورکړی او د کډوالو دوسیو ته جدی رسېدنه ونشی.
او دغه مسولیت به د یاد هېواد د کډوالو ادارې ته وسپارل شی.
د ترکیې د کډوالو حقونو فعالان اندېښنه لری چې د ترکیې دولت هغه صلاحیت ته په کتو سره چې ترلاسه کړی، د کډوالو د ایستلو بهیر ته چټکتیا ورکړی او د کډوالو دوسیو ته جدی رسېدنه ونشی.
د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالی کمیساری اعلان کړی چې د سپټمبر سرله ۱۰ نېټې څخه په ترکیه کې د کډوالو د ثبتولو لړۍ به پرمخ یونیسی. د بی بی سی د راپور له مخې، یاد سازمان په ترکیه کې اعلان کړی چې له دې وروسته به د نوم لیکنې بهیر د ترکیې هېواد د کډوالو ادارې له خوا ترسره شی او یاده اداره به د نړیوال ملاتړ دوسیو د څېړنې چارې هم پرغاړه ولری.
که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالی کمیساری ویلی چې کډوالو ته د سلاورکونې خدماتو وړاندې کولو ته به دوام ورکړی، خو دا اقدام په ترکیه کې کډوالو په ځانګړی ډول افغانانو ته ځینې اندېښنې رامنځته کړی دی.
ترکیه د څو میلیون سوری، سلګونه زره افغانانو او زرګونه نورو کډوالو کوربه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82186

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




37 + = 42