د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پلاوی د یکشنبه په ورځ د ملی یووالی حکومت له مشرانو سره لیدنه کوی

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 41142

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پلاوی د شنبه په ورځ کابل ته ورسېد او ټاکل شوې دغه پلاوی نن د ملی یووالی حکومت له جګپوړو چارواکو سره لیدنه وکړی. ددغه سفر اصلی موخه، د هېواد امنیتی حالاتو څېړل او د شته ننګونو پرسر خبرې بلل شوې ده.
دغه سفر څو ورځې له هغه وروسته ترسره کېژی چې د امریکا ملی امنیت سلاکار مک مستر په یوه ځانګړی ناسته کې د افغانستان حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته معلومات ورکړ او دده خبرې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسیې استازی د هرکلی سره مخ شوې.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پلاوی کابل ته راغلی او ټاکل شوی یاد پلاوی چی د افغانستان حالت وڅېړی او خپلې موندنې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41142

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *