د ملګروملتونو د امنیت شورا په یمن کې د بمبارۍ په اړه څېړنې کوی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76098

د رپوټونو په حواله، د اګست په نهمه نېټه د یمن په شمال کې پر یوه مارکېټ د سعودی عربستان په مشرۍ د ائتلافی قواوو په هوایی حمله کې نه ویشت ماشومان وژل شوی دی.

د یمن په شمالی ولایت، صعده کې په دې بمبارد کې د ښوونځی د زده کونکو یو موټر وویشتل شو چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل اوزخمیان شول.

په ملګروملتونوکې د بریتانیې استازې او د امنیت شورا مشرې، کارن پیرس پرون جمعه د دې حملې په اړه وویل:

” دامنیت شورا غړوپه یمن کې د دې او نورو حملو په اړه چې په وروستیو کې شوې، شدیده اندېښنه څرګنده کړه اود شفافو اومعتبرو څېړنو غوښتنه یې وکړه. “

په یمن کې شیعه حوثی وسله والو د حملې پړه د سعودی عربستان په مشرۍ پر ائتلافی قواوو ور اچولې ده.

د سعودی عربستان رسمی خبری اژانس ، تر دې مخکې د یوه چارواکی په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، وویل چې د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف تعهد کړی چې په یمن کې په عملیاتوکې د”تېروتنو اوله نړیوالو قوانینو د سرغړونو” د ادعاګانو په اړه څېړنې وکړی او سرغړونکو ته سزا ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76098

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *