د ملکی تلفاتو غبرګون کې لاریون باندې پولیسو ډزې

  • خپرول: ۲۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 108397

غزنی کې پولیسو پر هغه لاریونوالو ډزې کړې چې د ملکی وګړو د بمبار په غبرګون کې د ښار لویدېځه دروازه کې را ټول شوی و.

پرون سهار د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ کې په ګوریانو سیمه کې چې د عاشقوالو او شیر کلا تر منځ پرته ده، د ملکی وګړو یو ټونیس ډوله موټر هوایی برید کې په نښه کړل شو.

ځایی اوسېدونکی وایی کله چې د وژل شویو او ټپی کسانو د لېږد لپاره خلک را ټول شول، یو ځل بیا بمبار پرې وشو، چې ټول یې ۱۳ تنه وژلی او ګڼ نور ټپیان دی.

همدا شېبه سلګونو کسانو د همدې برید په غبرګون کې د غزنی ښار کې لاریون کړی چې د پولیسو له ډزو سره مخ شوی دی.

یوځای خبریال وایی، خلکو د وژل شویو جسدونه په تراکتورو کې ښار ته راوړی، خو د بلخ دروازه کې چې د ښار لوېدیځه دروازه ده، د پولیسو له ډزو سره مخ شوی او لاریونوال نه پرېږدی چې ولایت مقام ته ورسېږی.

لاریونوال د حکومت ضد شعارونه ورکوی او د وژل شویو جسدونه یې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د اعتراض په ډول ایښی دی.

تر اوسه د پولیسو په ډزو کې د وژل شویو او ټپیانو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د لاریون د پاشل کېدو یادونه شوې ده.

د غزنی امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې د برید پخلی کړی او دعوه یې کړې چې د سرحدی په نوم د یو تن ډلګۍ مشر په ګډون یې اتو تنو طالب سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.k”

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هم د کابل ـ کندهار لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه او د میدان وردګو سلګونو اوسېدونکو د ملکی تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108397

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *