د ملی پوځ دوه تنه جګپوړی افسران د پاکستان له استخاباراتو سره د اړیکو په تور بندیان شول

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87758

په ختیځ کې د ۲۰۱ قول اردو دوه لوړپوړی چارواکی د پاکستان له استخباراتی شبکې ‏سره د اړیکو په جرم په شل – شل کاله زندانی شول. ‏
په دې قول اردو کې د استیناف محکمې نن پر یادو کسانو دغه حکم جاری کړ. ‏
د دې قول اردو د پلی لوا د درېیم کنډک قومندان ډګروال شامحمود او د دې کنډک د ثقلیه ټولی قومندان تورن نذیر الله دوه کاله ‏وړاندې پر پورته تور نیول شوی و.‏
په محکمه کې د دې کسانو مدافع وکیل توریالی مقنن وویل چې مؤکلین یې په زور اعتراف ته اړ شوی دی او د ملی امنیت له ‏لوری سخت شکنجه شوی دی. ‏
تورنو کسانو هم وویل، چې اعتراف ترې په زور اخیستل شوی دی. ‏
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د دې قول اردو د څلورمې لوا د یو ټولی قومندان د وسلو د غلا په جرم پر لس ‏کاله بند محکوم شو. ‏

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87758

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *