د ملتونه ولی ماتیږی؟ کتاب په هکله یو څو خبرې/ محمد عارف رسولی

  • خپرول: ۱۲ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 14786

ملتونه ولې ماتیږی؟ « Why Nations Fail » په نامه، د کتاب منځپانګه او موضوع تر ډېره د ځواک، بیوزلۍ او هوساینې د ریښو، په هکله ده. د بحث موضوع داده چې ولې ځینې ټولنې په ډېر نا سم او له ټولنیزه پلوه په نامطلوب ډول سمبال او یا سازمان شوې دی. کله کله یو شمیر ملتونه د کارنده بنسټونو د جوړولو هڅه کوی او اقتصادی هوساینې ته رسیږی، خو له بده مرغه ډېر لږ داسې کیږی او له زیات یې له ستونزو سره مخ کیږی.

د کتاب لیکوالان: دارون عجم اوغلو او جمز رابنسن دی. پښتو ته ژباړن یې محمد نظیم سمون دی. ژباړه یې دومره خوندوره ده چې لوستونکی فکر نه کوی دا کتاب به پرته له سمون صاحب څخه بل چا لیکلی وی. د اکسوس خپرندویه موسسې دا کتاب په خورا ښکلی صحافت چاپ کړی دی.

د خوشال بابا فکری بهیر مسؤلنیو د دې کتاب د مخکتنې په غونډه کې ماته هم بلنه راکړې وه چې ورباندې خبرې وکړم. ما چې د دې کتاب ځینې برخې ولوستې نو کتاب مې زیات خوښ شو، ټولو درنو دوستانو ته یې په غور د لوستلو سپارښتنه کوم.

ټولنیز او سیاسی مسئلې خورا پیچلې دی، په هر کانټکسټ (شرایطو) کې توپیر لری خو بیا هم یو شمیر بنسټیز اصول ورباندې حاکم دی. کیدای شی، موږ په ټولنیزو، سیاسی او اقتصادی مسئلو کې له کوم لیکل شوی اثر سره سل په سلو کې همغږی وو یا نه وو، خو که کتاب د ملک او ملت په اړوندو خورا مهمو او بنسټیزو مسئلو لکه د ماتیدو، بیوزلۍ او هوساینې په لاملونو وی باید ورته ارزښت ورکړل شی، زموږ پوهان یې باید په غور وګوری چې زموږ په شرایطو کې یې څنګه پلې کړو . همدارنګه، که هغه علمی او څیړنیز اثر زموږ د ملک د سیاسی او اقتصادی بنسټونو د جوړیدو په څرنګوالی، اهمیت او نورو مهمو موضوعاتو د بیلګو او شواهدو سره څیړنیز بحث کوی، نو د علمی کادرونو سره یې ارزونه او تحلیل له ګټو خالی نه دی.

ملتونه ولې ماتیږی؟ (   Why Nations Fail)

کتاب یو څیړنیز علمی اثر دی چې د نړۍ دوو وتلو پوهانو چې یو یې په سیاسی علومو او بل په اقتصادی علومو کې تخصص لری او د وتلو نړیوالو پوهنتونونو استادان دی، خورا وتلی او له درناوی څخه ډک څیړونکی دی، لیکل شوی دی. د کتاب لیکوالانو دیارلس کاله په نړیواله کچه په هغو فرضیو څیړنه کړې چې پخوا ځینو پوهانو د ملتونو د ماتې او یا بریا او ښیرازۍ لاملونه بلل، هغه فرضیې یې ننګولې او تر ډېره په اصولو کې رد کړې دی. خو په ځای یې داسې بنسټونه معرفی کړی چې ملتونه ماتوی یا یې بریا ته رسوی. دې دوو پوهانو او څیړونکو د خپلو موندنو په بنسټ د ملتونو د ماتیدو او یا بریا او ښیرازۍ لاملونه په ګوته کړې دی او زیات علمی دلایل یې هم وړاندې کړی دی.

د دې کتاب کې مهمه خبره او منځپانګه داده چې: اقتصادی هوساینې ته رسیدل د ځینو بنسټیزو سیاسی مسئلو په حل پورې اړه لری. هغوی د څیړنو په پایله کې دې ټکی ته رسیدلی دی چې، سیاسی او اقتصادی بنسټونه چې کله پرانستی وی، د خلکو جوړونکی مشارکت او اغیزې په کې خوندی وی، خلکو ته هیله او انګیزه ورکوی، د نوښت او خلاقیت مخه یې نه ډب کوی بلکه لا وده ورکوی، نو بیا ټولنه او ملت په خپلو پښو دریږی او له ماتیدو ژغورل کیږی.

څیړونکو د ملتونو د ماتیدو پخوانۍ فرضیې وننګولې

پخوا ځینو خلکو او ان ځینو پوهانو د ملتونو د ناکامیدو او ماتیدو لپاره یو څو فرضیې او تیورۍ درلودې. دا فرضیې، د جغرافیې فرضیه، د کلتور فرضیه، د ناپوهۍ فرضیه وې.

جغرافیایی فکتورونه:

ځینې په دې اند وو چې جغرافیوی موقعیت لکه د استوا خط ته نیږدې والی، چې هوایې خورا ګرمه، خلک یې تنبل او ځمکې یې بې حاصله دی، نو ځکه ملتونه یې وروسته پاته دی او ماتیږی.

نوټ:  لکه پورته په سریزه کې مې چې یادونه وکړه، دلته د تور او سپین خبره، ټوله رښتیا او ټوله درواغ خبره سمه نه ده. که له ځینو نظریو سره سړی سل په سل کې موافق هم نه وی خو په موضوعاتو د ښه پوهیدو لپاره ښه ټکی هم پکې موندلای شی او ورباندې بحث له ګټو خالی نه وی. زما په په نظر د افغانستان په شرایطو کې په جغرافیایی موقعیت کې ستراتیژیک موقعیت هم راځی خو که دا موقعیت زموږ لپاره مهم دی خو له بلې خوایې زموږ لپاره د تایریخ په ځینو دورو کې تاوان هم کړی. که زموږ په سیمه کې د استعماری قوتونو سترو لوبو ته وګورو، چې د هغه وخت نړیوالو قدرتونو روسانو او انګریزانو نه پریښودل افغانان له نورې نړۍ سره راکړه ورکړه ولری، موږ یې منجمد وساتلو، یرغمل یې کړو، مات شول خو دسیسې یې د دوی لخوا او د دوی دګوډاګیانو لخوا نن هم موږ په کراره نه پریږدی. که څه هم موږ په دې غره یو چې موږ دا او هغه مات کړل خو خپله هم له پښو وغورځیدو.

کلتوری فکتورونه

ځینو ویل چې لوړ کلتور بیا ټولنې متمدنه کوی او ټیټ کلتور یې وروسته پاته کوی، د انګریزانو مثالونه راوړل کیدل چې وګوره په آسترالیا، شمالی امریکا او نورو ځایونو کې د انګریز کلتور څه پنځونې کړې؟

د ناپوهۍ فکتورونه

ځینې په دې باور وو چې د بو شمیر ملکونو مشران او سیاستوال نه پوهیږی چې څنګه او د کومو پالیسیو له مخې خپل ملک ته پرمختګ ورکړی.

ډیر لنډ خو زیات توپیر

اوغلو او رابنسن د ملتونو د ماتیدو پورته یادې فرضیې د خپلو راز راز څیړنو او هغو بحثونو په مرسته ننګولې او رد کړې چې په دې کتاب کې ورباندې پوره بحث شوی دی. د کتاب لیکوالان د دوو کوریاوو د پرتله کولو تر څنګ د نوګالس ښار چې د امریکې متحده ایالتونو او مکسیکو د هیواد په منځ کې واقع و، چې بیا د مکسیکو او متحده ایالتونو تر منځ په جکړه کې په دوو شمالی او سویلی برخو وویشل شوې. دوې برخې چې یوازې د یوې وسپنیزې کټارې په مرسته بیلې شوې، یو بل ته له هره پلوه خورا نږدې خو له یو بل سره زیات توپیر لری، پرتله کړې دی. که څه هم د ویشل شوی ښار دواړو برخو خلک ټول یو نژاد او یو کلتور لری، په یوه جغرافیه کې ژوند کوی او ګډ تاریخ لری.

همدارنګه، دوی شمالی او سویلی کوریا ګانې چې تر دوهم نړیوال جنګ پورې یو ملت و، او تر جنګ وروسته په شمالی او سویلی کوریا وویشل شوې، سره پرتله کوی او هغوی هم د ټولو تاریخی ګډو ښکارندو سره سره خورا زیات توپیرونه لری. دا دوه او نور ګڼ مثالونه موږ ته د پورته فرضیو کمښت راښیی.

د یوه نوګالس ښار دوه برخې

د نوګالس د بیل شوی ښار شمالی برخه تر ویش وروسته د نوګالس اریزونا په نامه وبلل شوه او د امریکا د متحده ایالتونو په سویل کې، د اریزونا په ایالت کې واقع شوه، او په اوسپنیزه کټاره له بلې خوا بیل شوه.  دلته د یوې کورنۍ عواید په کال کې دیرش زره ډالره دی، ټول ځوانان چې اتلس کلنۍ ته رسیږی له لیسو فارغ شوی وی، ژوند ته هیله من دی، ښه روغتیایی سیستم لری، جرایم په کې خورا کم دی، د خلکو متوسط عمر ۶۵ کاله دی، د عامه نظم او د قانون حاکمیت په کې خورا ښه دی. خلک د ټاکنو له لارې خپل ښاروالان، سناتوران، د کانګریس غړی، د ایالتی شورا غړی او نور ټاکی که سم کار ونه کړی نو بیا یې لرې کوی.

د نوګالس اریزونا سویل ته تر اوسپنیزې کټارې ور اخوا د مکسیکو پلو ته په نوګالس سونورا کې چې د مکسیکو له ارامو سیمو څخه ده ژوند بل ډول دی، هلته د کورنیو عاید له نوګالس اریزونا څخه دوه برابره لږ دی. زیات اتلس کلن له دولسم ټولګی څخه نه دی فارغ شوی، ماشومان د زده کړو له نعمته بې برخې دی، د ماشومانو مړینه زیاته ده، ناوړه روغتیایی سیستم لری او له ژوند څخه     ناهیلی دی.

د قانون حاکمیت خورا کمزوری دی او د جرایمو کچه لوړه ده. اقتصادی چارې له ننګونو سره مخ دی، د کار د قانونی جواز د لاسته راوړلو لپاره ستونزې زیاتې او پیچلې دی. مشران یې په فساد ککړ او خورا کمزوری دی، خلک د ولسواکۍ سره نوی اشنا کیږی، د ۲۰۰۰ میلادی کال د سیاسی اصلاحتو تر وخته پورې د انقلابی بنسټ فاسد ګوند له خوا دا سیمه اداره کیدله.

دوی سره نږدې دی، یو قوم او د یوه پلار اولاده ده، ناروغۍ هم په اسانۍ سره انتقالیږی، یو کلتور لری، خو اقتصادی او سیاسی بنسټونه یې بیل دی. په حقیقت کې د دې سیمو سیاسی او اقتصادی بنسټونو، د قانون حاکمیت او د  ولسواکۍ شتون یا نشتون دې ستر توپیر ته لاره اواره کړې ده.

د امریکا په لویه وچه کې دوه استعماری قوتونه:

د دې لپاره چې د ستونزو په ریښو ښه یوه شو د امریکا په لویه وچه کې د ښکیلاک په تاریخ یو څه رڼا اچوو. هسپانویانو او انګریزانو دواړو د امریکا په لویه وچه کې د خپل استعمار په وخت کې خلک لوټل، یو یې له بله بد و. خو داسې تاریخی، سیمه ییز، اقتصادی او نور لاملونه وو چې د دوو ښکیلاګرو قدرتونو د کړنو پایلې یې یو ډول نه وې. هسپانویان لمړۍ ځل د امریکا وچې ته تللی وو، په مستعمرو کې یې سره او سپین زر زیات وو، هغوی خلک اجباری کار ته اړ کول، دییل یې کړه بیل یې کړه ستراتیژی یې کاروله، سره او سپین زر یې ورباندې ټولول، پاچاهانو او مشرانو به یې یوه کوټه د سرو زرو او دوې د سپینو زرو ورته ډکې ورکولې او بیا به یې هم ژوند خوندی نه و. تر ښکیلاک لاندې سمو کې که کې که کوم خوځښت رامنځته کیده نو د آزادۍ او سم نظام د جوړولو په ځای په قومی لومو کې نښتل او مخه یې نه شوای ایستلای.

خو انګریزانو وروسته پرمختګ وکړ، امریکا ته لاړل، د زرو لرونکو ساحې لوټل شوې وې او یا د هسپانویانو په لاس کې وې، دوی نورو ځایونو ته چې اوس د امریکا متحده ایالتونه دی لاړل، زر په کې نه وو، خو کرنیزې ځمکې یې زیاتې ښې وې.

هلته د څو ځایی او بومی ډلو یو قوی ائتلاف شتون درلود، چې د انګریزانو مخه یې په ځینو سیمو کې نیولای شوای او په هره سیمه کې یې خپلسرۍ  ته نه پریښودل. که څه هم له لمړی سره انګریزانو هم هڅه وکړه چې د هسپانویانو په څیر خلک ولوټی خو چې دې امکان نه درلود بله لاره یې غوره کړه.

په دوی کې دا فکر پیدا شو چې خلک له انګلستان څخه راولی، ځمکې ورکړی، د ژوند ښه شرایط ورته برابر کړی، د قانون حاکمیت، د شتمنیو خوندیتوب، د مالکیت حق او نور ورته تضمین کړی. هغوی بانکونه رامنځته کړل، په اسانه شرایطو یې خلکو ته قرضې ورکړې، د مفکورو د خلق او د اختراع ګانو د مالکیت حق او امتیاز یې ورته خوندی کړ.

دې کړنلارو او تګلارو په هغو پراخو سیمو کې چې وروسته د امریکا او کاڼاډا هیوادونه شول خلکو ته د ښه کار انګیزه، د اختراع ګانو، سترو  سترو پانګونو او نورو زمینه برابره کړه. همدې کړنو د قانون د حاکمیت، ولسواکۍ  او قوی دولتونو لپاره چوکاټ او شرایط برابر کړل.

خو د هسپانویانو په مستعمرو لکه په مکسیکو کې د هسپانوی ښکیلاک په لاس رامنځته شوې ظالمانه بنسټونه، سیاسی او اقتصادی سیستمونه او نظام د مکسیکو او نورو ملکونو تر آزادۍ وروسته هم په ځای پاته شول او ځایی حاکمانو نه یوازې بدل نه کړل بلکه له یې خراب کړل. په مکسیکو کې چې د پانګونې لاره اواره شوې هغه د انحصار څخه کار اخیستی، لکه کارلوس سلایم چې تل یې د خپل دولت او بې انتها سیاسی او مالی نفوذ څخه کار اخیستی، د قانو د پلی کیدو او د دولتی نهادونو د ټینګښت مخه یې نیولې، ځکه د ځان په ګټه یې نه بلل. له کارلوس سره د مکسیکو د مهمو مشران تل ملتیا وه او اوس هم شته.

په امریکا کې که د غوړیدا لپاره لاره اواره وه، د مالکیت حق خوندی وه خو قانون هم په سختۍ سره پلی کیده. که بیلګیټ ته وګوره په قانونی ډول یې د خپل نبوغ څخه کار واخیسته د مایکروسفت کمپنۍ په مرسته بیلیونر شو، ټولې نړۍ ته یې خپل کار وغزاوه، ورته ګټه یې هم ورسیده. داسې هم نه وه چې بیلګټ هر کار ته آزاد و، د امریکا سترې محکمې په هغه د انحصار غیر قانونی تور پورې کړ او ستره جرمانه یې ورباندې کیښودله.

په امریکا کې که د ټولو خلکو لکه تورپوستو، ځایی بومی خلکو لپاره ټولنیز عدالت نه و، ځینو د غلامۍ او زبیښاک تر شکنجو لاندې په ناورین کې ژوند کاوه، خو بیا هم د له انګریز او اروپا څخه راغلو مهاجرو لپاره پوره آسانتیاوې او د پرمختګ شرایط و. هلته هیڅکله هم د کودتا لپاره هڅه و نشوه او هر حکومت خپله قانونی دوره پایته ورسوله. خو په مکسیو کې بیا له ۱۸۲۴ څخه تر ۱۸۷۶ کاله پورې ۵۲ جمهور رئیسان راغلل.

په امریکا کې بانکونو خلکو ته د کار، پانګونې او سیالۍ زمینه برابروله، په ۱۸۱۸ کې ۳۳۸ بانګونه ول، خو په ۱۹۲۴ کې ۲۷۸۴۶ بانکونو شتون درلود. دې پورته بنسټونو په امریکا کې ستر ستر نوښتونه، شرکتونه او اختراعګانې رامنځته کړې لکه د بیلګټ مایکروسفت.

بنسټونه چې د ملتونو د ناکامۍ او یا بریا لاره اواروی

د پورته بحث په پایله کې او په کتاب کې د نورو نړیوالو تجربو څخه دا لیکوالان او څیړونکی داسې نتیجه اخلی: چې د بازار د ماتې د مخنیوی او د اقتصادی ودې د پالیسیو پر وړاندې اصلی خنډونه د سیاستوالو ناپوهی نه ده، بلکه هغه انګیزې او محدودیتونه دی چې ناکاره او کمزورو اقتصادی او سیاسی بنسټونو زیږولی دی.

بنسټونه پر انسانی انګیزو او کړنو اغیز شیندی، نو همدا بنسټونه دی چې د ملتونو او دولتونو په بریا او ناکامۍ کې مهم رول لری. فردی استعدادونه د ټولنې په هره برخه کې مهم دی. خو دا استعدادونه داسې یوه چوکاټ ته اړتیا لری چې په یوه مثبته قوه یې بدل کړی. بیلګټس او ګڼ شمیر نور بریالی خلک د همدې جوړونکی چوکاټ زیږنده دی، چې د نوښتګرو کړنو په مرسته یې زیاتو خلکو ته کار ورکړی، اقتصادی ودې او د تکنالوژۍ په انقلاب کې ستره ونډه اخیستې ده. خو کارلوس بیا په مکسیکو کې هغه بیلیونر دی چې په حقیقت کې یې د مافیایی کړیو په څیر په ټول نظام اغیزه کړې او د اصلاحاتو مخه یې ډب کړې ده، نظام یې تل له بریا راګرزولی دی. په بل عبارت بیلګټس او کارلوس د همدې سیاسی او اقتصادی سیستمونو او بنسټونو زیږنده پانګوال دی.

د پورته دریو فرضیو د رد نور ښه مثالونه

د جغرافیې د رد شوې فرضیې په خلاف د کتاب لیکوالان استدلال کوی چې، ولې مالیزیا او سنګاپور حیرانوونکی او چټګ پرمختګ وکړ؟ هغه د استوا کرښې ته نږدې دی، د هغوی پرمختګ د جغرافیې فرضیه غلطه ثابتوی. همدارنګه، د دې ملکونو پرمختګ هغه د کلتور فرضیه هم غلطه ثابته کړه. پخوا زیات خلک په دې عقیده وو چې، انګریزان ستر کلتور لری، په امریکا، کاناډا او آسترالیا کې د هغوی کلتور د پرمختګ سبب شوی دی. خو په مالیزیا، سنګاپور، سویلی کوریا، جاپان او نوور ځایونو کې خو دا فرضیه سمه نه ده.

که دواړو کوریا ګانو ته وګورو، سویلی کوریا د  اروپایی ملکونو سره برابره ده، خو شمالی کوریا بیا قحطۍ وهلې، د افریقا د صحرا له هیوادونو څخه هم کښته ده. په دې کې د کلتور، جغرافیې فرضیې دواړه باطلې ښکاری.

دلته مو د جغرافیې او کتلور د فرضیو د رد په هکله د کتاب د لیکوالانو او څیړنکو په دلیلونو پوره بحث وکړ. اوس ګورو چې د ناپوهۍ د فرضیې او تیورۍ په هکله د لیکوالانو څیړنو څه ویلی دی. د هغوی څیړنو ښودلې ده چې د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې چارواکی او سیاستوال تر ټولو غوره نړیوال کارپوهان د مشاورینو په توګه لری، خپله هم ناپوهه نه وی خو بیا هم ملک یې له ماتې نه ژغورل کیږی. د مثال په توګه د افریقا د ګانا په هیواد کې چې جمهور رئیس یې د نوبل د جایزې ګټونکی او نور غوره اقتصاد پوهان د مشاروینو په توګه لرل، په دولت کې یې زیات وړتیا لرونکی کادرونه وو، خو بیا هم ناکام و. لامل یې دا وه چې هغه زیاته هڅه کوله چې په قدرت کې زیات پاته شی او تل یې قضایاوو ته له دې کړکۍ کتل، ونه توانیده چې پاخه سیاسی او اقتصادی بنسټونه رامنځته او غښتلی کړی.

داسې هم نه ده چې دا پورته نظریې او فرضیې به هیڅ اغیزه نه لری. د کتاب لیکوالان استدلال کوی چې د جغرافیې، کلتور او د ناپوهۍ د فرضیو ترمنځ توپیر دادی، چې د ناپوهۍ فرضیه د بیوزلۍ د ستونزې د حل لپاره چټک وړاندیزونه کوی، او د ملکونو د بیوزلۍ لپاره اوږدمهاله پلانونه په کار وی.

د منځنی ختیځ هیوادونه ولې داسې دی؟

دا دواړه څیړونکی او کارپوهان په دې اند دی، چې په منځنی ختیڅ کې چې کوم ناکام دولتونه او ملتونه شتون لری دا نه د دین او کلتور له لاسه دی او نه د جغرافیې له کبله، بلکه د دې بنسټیز لامل هغه ورانوونکی سیاسی او اقتصادی بنسټونه دی چې عثمانی ترکیې او انګریزی ښکیلاک ورته په میراث پاته دی ځایی حاکمانو هم خپل کړی دی. دا په حقیقت کې د بیل یې کړه او ییل یې کړه، توپیری نظام، د پاړکیو واکمنی او اشرافی نظامونه دی چې د قانون په ځای یې دوکه رواج کړې ده.

په موږ مسلمانانو کې به ځینې په دې زړه تنګی شی چې ولۍ یې عثمانی خلافت ته د نیوګې ګوته نیولې. حقیقت دادی چې که څوک یې دفاع کوی، د عقل او درایت خاوندان هم وی نو په خپلو ملکونو کې د هغې امپراتورۍ لاسته راوړنې، عمرانی کارونه، د ښوونیز او اقتصادی نظامونو بریاوې او نور په ګوته کړی.

که رښتیا ووایو او له حقیقت څخه تیر نه شو، انګریزان که څه هم د هند په لویه وچه کې د زبیښاک او لوټلو لپاره راغلی وو، دوی هم د بیل یې کړه ییل یې کړه اصل په پام کې نیوه، مسلمانان او هندوان یې سره جلا کول، او د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هنډ وچه سره وویشله، پښتانه یې سره بیل کړل، او له اختلافاتو یې تر ننه ګټه اخلی او نور. خو په عین وخت کې یې داسې بنسټونه لکه، ولسواکی، په نسبی توګه مدرن قوانین او مقررات، ساینس او علوم، زیربناوې او نور له ځانه په میراث پریښودل چې د ننی هند او پاکستان لپاره یې اغیزې مالومې دی.

په دې هیله چې موږ افغانان په خپل ملک کې د داسې غوره سیاسی او اقتصادی بنسټونو په ټینګښت کې بریالی شو چې خلکو ته د پرمختګ لاره اواره کړی او مخه یې ډب نه کړی.

محمد عارف رسولی

خوشال مینه، کابل، افغانستان  

اړوند مطالب


د پراختیا او انکشاف په هکله یو څو خبرې/ محمد عارف رسولی


ملتونه، ستر لیدلوری، د مثبت بدلون تند/ محمد عارف رسولی


ټولنې او ملتونه څنګه انکشاف کوی، ستونزې او فرصتونه/ محمد عارف رسولی


د کتاب لوستلو درې موثر قدمونه/ محمد عارف رسولی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=14786

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *