د معدې زخم، لاملونه او درملنه!/ انتظار احمد

  • خپرول: ۱۵ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 9494

د معدې زخم چې په انګلیسی ژبه کې ورته پیپټیک السر وایی.

په ولسی ژبه کې ورته د معدې اود کوچنیو کولمو د  اثنا عشر زخمونه وایی او په ټولیز ډول سره  هغه دردونکې ټپونو ته وایی، چې د معدې  د داخلی دیوال او یا هم د کوچنې کولمې د اثنا عشر په برخه کې رامنځته کیږی.

د دغې ناروغۍ څخه په نړۍ کې ډیری انسانان ځوریږی ، په ټولیز ډول د ژوند په هره مرحله کې  لیدل کیږی یعنی  په ماشومتوب، ځوانۍ او سپین ږیری والۍ .

د معدې د زخمونو یا ټپونو د رامنځته کیدو لاملونه ددغې ناروغتیا د پیداکیدو په  لومړیو وختونو کې څرګند نه وو، مګر  نن ورځ له نیکه مرغه  طبې څیړنو په اثبات رسولی چې د معدې زخمونه په معده او کوچنیو کولمو د اثنا عشر په برخه کې د مایعاتو د نابرابرښت والۍ له امله رامنځته کیږی.

د معدې زخمونه د التهاب ضد غیری اسټرویډی درملو لکه اسپرین، نایروکسین او ایبو پروفین درملو له ډیر کارولو څخه هم منځته راځی .

د معدې زخمونه ۷۰ سلنه د هیلیکو باکټر پیلوری  په واسطه  رامنځته کیږی.

د معدې د زخم مورفولوژی انځور

د معدې د زخم نښې

د معدې زخم لاندې نښې لری:

  • د سوزیدنې یا مالښتې درد دمعدې په لاندینې یا پورتنې برخه کې ډیر ځلې د خواړو اخیستنه د شپې له لورې.
  • د معدې درد او سوزیدنه.
  • کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.
  • د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.
  • دوزن له لاسه ورکول.
  • شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.
  • دمعدې دردونه چې ډیر ځلې ناروغان یی  د ځیګر په لاندې برخه کې د پښتیو په منځ کې حس کیږی.
  • د معدې دردونه د ډوډې خوړلو څخه شل دقیقې وروسته پیلیږی که د خیټې درد وی نو د خوراک څخه دوه نیم ساعته وروسته پیلیږی.
  • د زړه بدوالی : ډیر ځلې د غوړ موادو، چاکلیټونو، ګازلرونکی څښاک تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوی.
  • د اشتها کموالی.
  • د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.
  • سرګرځیدنه او خوا ګرځیدنه .
  • د بولو یا غایطه موادو رنګ یی تور وی.
  • د نس پړسوب ، قهر او دستړیا نښې ورسره ملګری وی.

د خطر فکتورونه:

  • ۷۰ سلته د میکروب رامنځته کیدل د ایچ پایلورې په واسطه .
  • د NSAID  کارول لکه اسپرین ، ایبوبرفین او ناپروکسن ډیر کارول.
  • د کورنۍ غړی چې مخکې تر دی د معدې په زخم اخته شوی وی.
  • د الکولی مشروباتو ډیر څښل.
  • عمر له ۵۰ کلنې څخه زیاتیدل.
  • د تنفسی سیسټم شد ت لرونکې ناروغی .
  • د پښتورګو له کاره لویدل او هایپر پاراټایروډیسم د کلسیم دکمښت له امله د معدې اسید پورته ځی .
  • روانی فشارونه
  • د زولینګر ایلسن سنډروم (چې د نیورو اندوکراین د سرطانونو له امله د اسیدونو اندازه زیاتیږی، د اثنا عشر ،جیجونو او ایلیوم کوجنی کولمې تپونه لیدل کیږی).
  • د مری په برخه کې د معدې عکس العملونه.
  • په کوچنیو کولمو کې د د مایکل ډایورټیکولم او معدې هیټروپا رامنځته کیدل.
  • د هاضمې سیسټم د سرطانونو په واسطه.
  • د اسید تولید د ګاسترینوم په واسطه ، د معدې سرطانې حجری چې د اسید د تولید لامل ګرځی.

د معدې د زخم تشخیص :

معالج ډاکټر د ډیرو ساده پوښتنو په مطرح کولو سره دمعدې  د زخم نښې پیدا کوی، له دی وروسته چې ډاکټر د ناروغې  نښې نښانې ومومی نو ډاکټر په پیل کې د ځینو ابتدایی  د معدې د درد  ضد  او انتې اسید درملو څخه ګټه پورته کوی.

 ځینې وختونه د معدې لپاره اندوسکوپې کاروی چې  اندوسکوپی داسی یوه اله ده چه په سرکی یی یو کوچنی او پر مختللی کامره ده چه ددی کامری په واسطه دمعدی او کولمو داخلی دیوالونه په ډیری اسانی سره دتلویزیون پر پرده په واضح ډول ښودلای شی چه هلته زخم یا غیری نورمال حالت شتون لری که نه ،  همدارنګه اندوسکوپی پواسطه دمعدې  دداخلی برخو څخه د غوښې د کوچنیو ټو ټو اخیستل هم ډیر اړین دی چې ترې د  ناروغتیا په څیړلو کې ګټه اخیستل کیږی. 

د معدې زخم درملنه :

لاندینې درملونه یی دمعدې د زخم د کنټرول لپاره ګټور دی:

انتی اسیدونه :

انټې اسیدونه ضعیف قلویات دی جې د معدې هایدروکلوراید اسید سره مالګه او اوبه جوړوی. دغه درملونه په ټولیز ډول سره  دخوړو څخه وروسته ۴۵ Meq/l  هایدرو کلوریک اسید تولیدیږی چې  ۱۵۶ Meq /l   ډوز په ور ځ کې یو ه ساعت له خوړو وروسته ناروغ ته ورکول کیږی او په ۲ ساعتونو کې د معدې اسید خنثی کوی.

  • Sodium bicarbonate
  • Calcium carbonate

د H2  اخذې انتې ګونیسټونه :

ددغو درملو ډوز د پښتورګو او ینې ناروغیو په شتون کې باید لږ شی . په ټولیز ډول سره دمعدې د پیپسین او د اسیدو اندازه په لوړه کچه او ژر راښکته کوی.  

دغه درملونه په ورځ کې دوه ځلې ناروغ ته  ورکول کیږی، که له خواړو څخه دوه ساعته مخکې وکارول شی نو د معدې اېښسیدل راښکته کوی همدارنګه د مرۍ په التهابونو او میکروبې کیدلو کې کارول کیږی او د دغه درملونه د ۶ څخه تر ۸اونیو پورې توصیه کیږی.

  • Cimetidine دغه درمل د ۴۰۰ څخه تر ۸۰۰ ملی ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږی .
  • Ranitidine دغه درمل د ۱۵۰ ملی ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږی.
    • Famotidine دغه درمل د ۲۰  ملی ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږی .
    • Nizatidine دغه درمل د ۱۵۰ ملی ګرامه په هرو لسو ساعتونو کې ورکول کیږی .

د معدې د موکوزا ساتونکی مواد :

  • دمعدی او کوچنی کولمو د اثنا عشر برخه یو ډول خپل ساتونکې توکی لری چې د  پیپسین او  اسید اندازه راښکته کوی.
  • د موکوزا او بشروی حجری نږدی نښلیدنه د اسید او پیپسین د تیریدو مخنیوی کوی.
  • بشروی بای کاربونیټ افرازات  دمعدې د لومین PH   کچه را پورته کوی .
  • دوینې جریان چې له ځان سره حیاتی عنصرونه او بای کاربونیټ له ځانه سره لری.
  • بشروی پروسټاګلانډین چې د بای کاربونیټ او بشروی حجروته د وینی جریان تحریکوی

سکرالفټ :

  • سکرالفټ د سکروز مالګه ده چې  د سلفیټ  المونیم هایډرواکسایډ په نوم یادیږی.
  • دغه درمل په ورځ کې ۴ ځلې ورکول کیږی.
  • په ۶ ساعتونو کې په اوبو او اسیدونو کې ځان په ټپ او د معدې په تخریش شوی برخه ځان نښلوی.
  •  دبشروی حجرو پروسټاګلانډین او بای کاربونیت افرازات ډیروی.

د پروسټا ګلانډین انلوګ :

  • دغه درملونه دوینې جریان او بای کاربوناټ تحریکوی .
  • Misoprostol, دغه درمل د پروسټاګلانډین یو انلوګ دی  چې ډیر ی ځلی د معدې ټپونه د د رد تسکین درملو په واسطه رامنځته شوی وی رامنځته کیږی. چې  په ورځ کې  ۳ څخه تر ۴  ځلې ورکول کیږی.

د بیسموټ عناصر :

  • دغه درملونه د معدې ساتونکې پوښ ساتې او د تخریش او ټپونو په درملنو کې کارول کیږی.
  • ډیر ځلې د ایج پایلورې په درملنه کې کارول کیږی ځکه چې مستقیما د میکروب په له منځه وړلو کې برخه اخلی .
  • Bismuth Subsalicylate
  • Bismuth Sub citrate Potassium
  • د PPI  درملونه چې د معدې اسیدونه کموی او دمعدې د حالت د ښه کیدو لامل ګرځی ،  دغه درملونه باید په تشې معدې سره واخیستل شی یعنې له خواړو سره وانه اخیستل شی ، کم څه کم د خواړو له اخیستو څخه یوه ساعت مخکې واخیستل شی ، ددغو درمل اغیزه تر ۲۴ ساعتو نو پورې ښودل کیږی او باید ناروغ تر ۳ الی ۴ ورځو پورې درمل واخلی ، د PPI  درملونه عبارت دی له :
  • Omeprazole  دغه درمل ۲۰ څخه تر ۴۰ ملی ګرامه  د قوی درملو څخه دی چې په لږ وخت کې د  معدې د شدیدو اسیدیک ضد  خاصیت لری یعنې له ۳۰  دقیقو څخه په لږ وخت کې د معدې اسید راښکته کوی.
  • Esomeprazole دغه درمل ۲۰ څخه تر ۴۰ ملی ګرامه  په ورځ کوې ورکول کیږی ناروغ ته د رګ له لاری زرق کیږی
  • Lansoprazole   دغه درمل ۳۰ ملی ګرامه په ورځ کې ورکول کیږی  ټابلیټ په شکل  شته چې په خوله کې ایښودل کیږی او د اوبو سره د خولې له لارې توصیه کیږی.
  • Dexlansoprazole
  • Rabeprazole دغه درمل ۲۰ ملی ګرامه په ورځ کې ورکول کیږی.
  • Pantoprazol   دغه درمل ۴۰ ملی ګرامه په ورځ کې ناروغ ته ورکول کیږی ناروغ ته د رګ له لاری زرق کیږی

په ټولیز ډول دغه درمل د حاد پښتورګو او ینې ستونزو سره نارمل ډوز سره ورکول کیږی

انتی بایوټیک :

  • په هغه صورت کې چې معده میګروبی شوی وی انتی بایوتیک اخیستنه ګټور دی چې انتی بایوټیکونه د یو – دوه اونۍ پورې د معدې ضد درملو سره  یوځای توصیه کیږی .
  • دمعدې ځینې  وینه لرونکې ټپونه چې ممکن د ځینو جراحیو له امله  رامنځته شوی وی ،  د اندوسکوپې په واسطه  یی ښه درملنه کیږی.

د معدې زخم  وقایه:

دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدی ډول ډډه  وکړئ:

  • سګریت مه څکوئ ځکه سګریټ څکول دمعدی دداخلی طبقی مقاومت راکموی او په اسانی سره  پرې اسید تآثیر کوی او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځی .
  • الکولی مشروبات مه څښئ.
  • هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږی د اسپرین، بروفین یا NSAID  له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
  • د تشویش او ذهنی فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
  • ځینې ناروغی لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شی.
  • د زیات غوړ او تبزابی شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
  • د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو  څخه ځان وساتئ .
  • رومیان، مالټې ،  دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه ، لیمو او کینو څخه په  کلکه ځان وساتئ .
  • خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات  .

اړوند مطالب


د معدې د درد اسانه مخنوی


په خوب کې د تګ، غږیدا، شخوند وهنې لاملونه او درملنه


د ویښتانو رژیدل، لاملونه او درملنه/ ډاکتر محمد نوزادی


په شاګردانو او نورو انسانانو کې کم جرئتی د هغوی لاملونه او درملنه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=9494

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




77 − 74 =