د معدې ایچ پایلورې څه ډول ناروغۍ ده؟/ انتظار احمد

  • خپرول: ۱۷ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 9766

هلیکو باکتر پا یلورې  میکروب دی چې دغه میکروب  چې  ایچ پې یی مخفف نوم دی، Helicobacter pylori

دمعدی په داخلی طبقه  یا مکوزا په برخه کې ځای لری  ،  او دمعدې زخمونه چې په انګلیسې ژبه کې ورته پیپټیک اولسر وایی ۷۰ سلنه  د ایچ پایلورې په واسطه را منځته  کیږی.

که چیرې معده یو وارې په دغه باکتریا باندې میکروبې شی نو د ددې میکرو اورګانیزم له منځه وړل ډیر مشکل  کیږی او تر ډیر وخت یا د عمر تر پایه د ناروغ په معده کې پاتې کیږی . .

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزی نو د  ناروغ په بدن کې په  لومړیو وختونو کې  د ناروغۍ نښې ښکاره نه وی  مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځی چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږی .

که چیرې دمعدې د شته زخمونو درملنه ونه شئ نود کلو کلو په تیریدو ممکن دمعدې دغه ټپونه په شدیدو زخمونو بدل او بلاخره ناروغ د معدی په سرطان اخته شی چې بیا به یی درملنه ډیره ګرانه وی.

دمعدی میکروب یا بکتری په تیزابی چاپیریال کی په ټیټ پی ایچ کی ژوند نشی کولای او د پې ایچ په راټیټیدو سره دغه باکتریا له منځه ځی.

دغه میکروب  د معدی په وروستنۍ  برخه کی او دغټو کلمو د سر په برخه کی زخم جوړوی ځکه ددی برخو چاپیریال نسبت نورو برخو ته القلی دی او  د میکروبونو دودې  لپاره د ښه چاپیریا دی ځکه چې تیزابی خاصیت یی هم نسبتا نورو برخو ته   لږ دی  .

پردغه میکروب د نړۍ پنځوس سلنه او زمونږ په ګران هیواد کې ۷۵ سلنه خلک په دغه ناروغۍ اخته دی.

د ایچ پایلورې نښې نښانې :

دغه میکروب چې کله بدن ته ننوزی نو د  ناروغ په بدن کې په  لومړیو وختونو کې  د ناروغۍ نښې ښکاره نه وی  مګر دیوه څه وختونو په تیریدو سره په معده کې د االتهابونو د رامنځته کیدو لامل ګرځی چې بیا دمعدې دغه ا التهابونه دمعدې په ټپونو یا زخمونو بدلیږی .

دغه میکرو اورګانیزم د معدې په دننه کې  که چیرې شته والۍ یی مثبت وی نو د ناروغ د خولې څخه یوه  تخریش کوونکې او بد بوی وځی ، چې د بد بوی لامل یی په معده کې د د ایچ پې فعالیت ښی او بد بویی د امونیا غاز تولید دی چې ددغه باکتریا په واسطه تولیدیږی.

د زړه بدوالی  چې  ډیر ځلې د غوړ موادو، چاکلیټونو ، ګازلرونکې نوشابو تر خوړو او څښلو وروسته د زړه د بدوالی حس کوی.

دمعدې زخمونه ، دردونه او ایښیدل ورسره مل وی.

کانګې اود معدې دافرازاتو بیرته خولې ته راتلل.

کانګې یا د غذایی موادو بیاګرځونه.

د وینې بیرته ګرځول چې ډیر ځلې قهوې ته ورته رنګ.

شدید دردونه دمعدې په پاسنې یا منځنې برخه کې.

د لږ خوراک وروسته د موړتیا حس کول.

د اشتها کموالی.

دوزن له لاسه ورکول.

د معدې درد او سوزیدنه..

د ایچ پایلورې تشخیص

د معدې د دننې برخې یا طبقې څخه ټوټه اخیستل او څیړل

د  وینې معاینه

د یوریا تنفس

د ایچ پایلورې درملنه :

دا میکروب دانسان څخه انسان ته دخولی دلاری په اسانی سره انتقالیږی ، همدارنګه دچټلو شیانو دلاری دانسان  معدی ته انتقالیږی..

هغه خلک چې دا میکروب لری د خپل خوراک لپاره استعما ل شوی لوښی باید د بل سره شریک نکړئ ,کارول  شوی لوښی لومړی  باید ښه پاک او پریمینځل شی تر پاکې او مینځلو وروسته  ترې ګټه واخیستل شی .

په افغانی ټولنه کې د معمول په څیر میندې که په ایچ پایلوری اخته وی نو د باید خواړه یا ځینې وچې میوې لکه چهار مغز، بادام په خوله میده  نه کړئ او خپل ماشوم ته ورنه کړئ، ځکه دغه باکتریا د خولې د لاړو په واسطه انتقالېږی.

ځینې وختونه په کورنۍ کې چې کله کله اوبه څښئ یا ډوډی خور ئ نو بیا یی دمینې په خاطر خپل د کورنۍ بل غړی ته ورکوی چې دا په باکتریا دانتقال یوه بله لاره ده .

دلاندې شیانو له څښلو یا ځوړلو څخه په جدی ډول ډډه  وکړئ:

  • سګریت مه څکوئ ځکه سګریټ څکول دمعدی دداخلی طبقی مقاومت راکموی او په اسانی سره  پرې اسید تآثیر کوی او دزخم یا ټپ د رامنځته کیدلو لامل ګرځی .
  • الکولی مشروبات مه څښئ.
  • هغه درملونه چې پر معده ښه نه لګیږی د اسپرین، بروفین یا NSAID  له ډیر کارونې څخه ډډه وکړئ.
  • د تشویش او ذهنی فشار څخه ځان باید په کلکه وساتئ .
  • ځینې ناروغی لکه د سږو ، پښتورګو او اروایی ناروغی دمعدې د زخم پاریدنې لامل ګرڅیدای شی.
  • د زیات غوړ او تبزابی شیانو له خوراک او څښاک څخه ځان وساتئ .
  • د مرچګو، اچارو، چکنیو او مسالو  څخه ځان وساتئ .
  • رومیان، مالټې ،  دستروس کورنۍ میوې لکه نارنج ، مالټه، لیمو او کینو څخه په  کلکه ځان وساتئ .
  • خپل خوراک مو مناسبه اندازه کې وساتئ نه ډیر لږ نه ډیر زیات  .

د ایچ پایلورې ددرملنې لپاره لاندې دری ګونې درملو له رژیم څخه چې د دو و انتې بایوټیکونو او پروټون پمپ انهیبیټور شاملې دی   نارو غ ته د ۱۴ ورځور لپاره توصیه کیږی.

 لکه اومیپرازول ، لانزو پرازول یا ایزو امپرازول  … په ورځ کې دوه ځلې Ppi

لومړی انټې بایوټیک

په ورځ ګې ۵۰۰ ملی ګرامه  کلاریټرومایسین توصیه کیږی .

دوهم انټې بایوټیک

په ورځ کې دوه ځلې  یو ګرامه اموکسیسیلین توصیه کیږی یا په ورځ کې دوه ځلې میټرو نیډازول توصیه کیږی

د ټپ د مکمل روغیدو لپاره  توصیه کیږی.  د ۳ څخه تر ۴ اونیو پورې ppi  ددری ګونې ریژیم د ختمیدو وروسته د

د معدې د میکروب د درملنې لپاره درې ګونې رژیم دادی

Lansoprazole

Amoxicillin

Clarithromycin

د دغه دری ګونې رژیم  د ۱۴ ورځو لپاره ناروغ اخلی، که ناروغ د پښتورګو او ینې ناروغتیا له مخکې څخه ولری نو باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشئ ،  که د ناروغ  ناروغتیا  حاد وی نو نارو غ دی هڅه وکړئ چې د ددغو درملو د کارولو په وخت کې ډیر زیات اوبه وڅښئ.

اړوند مطالب


د معدې زخم، لاملونه او درملنه!/ انتظار احمد


ډېر یخ خواړه مو د ګېډې په ناروغۍ اخته کوی/ ژباړه: حمیدالله حمیدی


مرۍ ته د معدې تېزاب راپورته کېدل/ ډاکتر محب زغم


خفک یا د ساه اخیستلو ستونزې څه ته وایی؟/ ډاکټر انتظار احمد همدرد

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=9766

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *