د مشکلاتو نه د خلاصون لار

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 44209

نن سبا چې انسان په څومره مشکلاتو کې راګیر دی، او هر څوک لګیا دی له دغه مشکلاتو نه خپل ځان اولاد او ټولنی دژغورلو هڅی کوی، خو له ډیرو کوششو او کړاونو سره-سره بیا هم له ناکامی سره مخ وی، دا ځکه چې موږ ځان له خپله دینه ډیر لیری ساتلی، که موږ خپل دین او د خوږ پیغمبر له لار ښوونو نه کار واخلو، هلته به پر ټولو مشکلاتو لاس بری او خپل رب به مو خوشحاله کړی وی. لکه الله رب العزت موږ ته د خپل خوږ پیغمبر په واسطه هغه څه راته ښودلی، چې بل هیڅ ته مو اړتیا نشته، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابو هریره رضی الله عنه په روایت سره فرمایې: إذا ذهب ثلث اللیل الأول، نزل إلى السماء الدنیا، فیقول: هل من مستغفر؟ هل من تائب؟ هل من سائل؟ هل من داع؟ حتى ینفجر الفجر “. صحیح مسلم (۱/ ۵۲۳)

ژباړه: کله چې د شپې یو ثلث تیر شی، نو (الله بلا کیف) د زمکی اسمان ته را نازل شی، او فرمایې: ایا څوک د مغفرت غوښتونکی شته؟ ایا څوک توبه ایستونکی شته؟ ایا څوک سوال کونکی شته؟ ایا څوک دعا کونکی شته؟ تر دې پوری چې سهار شی.

د دې حدیث په تشریح کې امام نووی رحمه الله وایې: چې د دعا کولو، لمونځ کول او یا دګناهونو دمغفرت طلبولو لپاره د شپې تر اولی برخی روستۍ حصه ډیره غوره ده.

له دې نه دا واضحه شوه چې زموږ رب پر خپلو کمزورو بندګانو څومره مهربانه دی، په خپله ورته د دعا کولو، لمونځ کولو او دګناهو نه دخلاصی لپاره وخت ورته ښیې، نو که موږ د اسلامی ښونو سره سم د الله نه د خپلو مشکلاتو دحل لپاره لږ پر ځان تکلیف راوړو، او د خوب نه را پاڅو، په داسی وخت کې چې نور په خواږه خوب ویده وی، او د الله دربار ته لاس په دعا شو، نو په یقین سره ویلای شو، چې الله به مو په هر کار کې مدد کوی، او مشکلات به مو راته حل کوی.

البته دا نو زموږ کمزوری ده، چې ځان د دې عادی نه جوړه و، او د الله لور ته رجوع نه کو، د الله نه دمشکلات د حل پر ځای د بندګانو دروازې ورټکوو، نو ځکه په هره برخه کې له مشکلاتو او پرېشانیو سره لاس او ګریوان هم یو.

نن چې ګورو د الله نه مو رجوع دومره بل خوا ته اوښتې، چې کله د الله رب العزت درحمت دریاب پر جوش وی، د دعا د قبلېدو وخت وی، هلته موږ یا د غلفت په خوب ویده یو او یا په بل داسی څه اخته یو، چې دا خو لیری چې د الله خوا ته مو رجوع وشی، بلکی بالمقابل د الله نه مو نور هم د مشکلاتو ګرداب ته ورغوځه وی.

نو که موږ د خپل خواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خبری سره سم د شپې د وروستۍ برخی له برکمتن وخت نه فایده واخلو، او د خپلو ورځنیو مشکلاتو دحل له لپاره د الله دربار ته لاس په دعا شو، نو هلته به مو د خپل رب بندګی هم تر سره کړی وی، او د مشکلاتو او پرېشانیو حل به مو هم لټولی وی.

په حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په شپه کې دومره زیات پر لمانځه ولاړ وو، چې پښې به یې وپړسېدلې، رسول الله هغه هستی ده، چې الله رب العزت ورته په دنیا کې دجنت بشارت ورکړی، خو بیا هم د شپې د مبارکو شېبو نه یې تل فایده اخیستې او تر دې پوری چې دومره به پر لمانځه ولاړ وو، چې آن پښې مبارکی به یې وپړسېدلې.

لیکنه: مفتی کلیم الله کلیم…

 

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44209

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *