د مشرانو جرګې له لورې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی ته د ټاکنو د امنیت د ښه مدیریت له کبله ستاینلیک ورکړل شو.

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89239

د یاد ستاینلیک په پار جوړه شوې ناسته کې د مشرانو جرګې دویم نائیب ډاکټر محمد اصف صدیقی وویل، د غزنی ولایت پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پوره امنیتی تدابیرو لاندې د ولسی جرګې ټاکنو ترسره کول د افغانستان دښمنانو لپاره یو روښانه ځواب وو چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه له لورې ترسره او د خپلو ولسونو په زړونو کې یې د لا نور اعتمار او باور ځای پیدا کړ.

د مشرانو جرګې دویم نائیب وویل:”د ټاکنو امنیتی چارو ښه مدیریت کول او د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو راوستل هغه څه دی چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین د خپل کاری مدیریت له مخې په یاد وزارت کې رامنځته کړی او هڅه کوی چې د خپل پاک او سالم مدیریت له مخې د کورنیو چارو په وزارت کې ټولې شته ستونزې لمنځه یوسی.”

ښاغلی صدیقی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین ته ډاډ ورکړ چې د مشرانو جرګې غړی به د دوئ د ټولو سالمو چارو کلک ملاتړ او همکاری کوی.

ورپسې د مشرانو جرګې کورنی امنیت او دفاعی چارو کمیسیون رییس الحاج محمدهاشم الکوزی او یو شمېر نورو سناتورانو هم خبرې وکړې او په ټاکنو کې د ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی له قوی او سوق او ادارې مننه وکړه.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د مشرانو جرګې له ټولو سناتورانو څخه مننه وکړه چې نوموړی ته یې د خپلو همکاریو ډاډ په ورکولو سره پوره کاری انرژی ورکړه، ویې ویل:”ژمنه کوم چې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره به د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې خپلې چارې لا نورې هم چټکې کړم او د خپل ټول وس او توان له مخې به د خپلو ولسونو خدمت کوم”
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه، زه د خپلو ټولو درنو او باعزته ولسونو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د ولسی جرګې په ټاکنو کې یې برخه واخیسته او په خپل پراخ ګډون سره یې دا وښوده چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن او له جنګه ستړی دی، په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو پر مخ یوه درنه څپېړه وه چې د هر ډول تهدید او ډار په مقابل کې لکه سپر وردېدل او په ډېر جرآت او مېړانې سره یې خپلې ارزښتناکه رایې وکارولې.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اخترمحمد ابراهیمی، د پلان او اوپراسیون رئیس پاسوال علی مست مومند، د امنیتی معین د دفتر رئیس مل پاسوال عبدالمقیم عبدالرحیمزی ته د مشرانو جرګې له لورې ستاینلیکونه ورکړل شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89239

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




23 − = 18