د مشرانو جرګې غړو د طالب بندیانو او د انس حقانی د اعدام غوښتونکی شول

  • خپرول: ۳۰ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 38377

د مشرانو جرګې یوشمېر غړو د طالبانو وروستیو بریدونو به غبرګون ، د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل ترڅو د طالبانو څخه د غچ اخستنې په موخه ددغې ډلې بندیانو او د حقانی شبکې غړی انس حقانی د اعدام حکم پلی کړی.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وایی چې د افغانستان دولت باید د طالبانو ترهګریزو بریدونو په غبرګون ددغې ډلې پر بندیانو باندې د اعدام حکم پلی کړی.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار د یکشنبه په ورځ وویل : د افغانستان حکومت د طالبانو څخه د غچ اخستنې په موخه باید د انس حقانی په ګډون د یادې ډلې بندیان چې ددوی د اعدام حکم د درې ګونو محاکمو له لورې تایید شوی ، پلی کړی.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار ویلی : موژ باید په هېواد کې د معافیت فرهنګ ته د پای ټکۍ کېژدو او حکومت باید هغه ترهګر چې ددوی د اعدام حکم صادر شوی ، اعدام کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38377

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *