د مسکو په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه د افغانستان دولت شکایت ته دروسیې ځواب

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104540

د  روسیې ولسمشر استازی او ددې د بهرنیو چارو وزارت د آسیایی برخې مدیر ضمیر کابلوف ویلی، په مسکو کې د بین الافغانی غونډې په  اړه د اشرف غنی جدی غبرګون دده د ناهیلی توب ښکارندویی کوی.

کابلوف دا څرګندونې د ولسمشر غنی د هغې ویناپاڼې په تړاو چې د مسکو له بین الافغانی غونډې وروسته خپاره شوې، څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ولسمشر جدی غبرګون دده د ناهیلی توب ښکارندویی کوی.

ده ټینګار کړی چې مسکوته د طالبانو سفر په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان ته د کابل رسمی شکایت، د دوه ګونو استندردونو څرګندونکی دی.

د روسیې جګپوړی ډیپلوماټان وایی، کله چې طالبانو په خبرواترو کې د ګډون په موخه تاشکند، اندونیزیا او ابوظبی هېوادونو ته لاړل، ولسمشر د افغانستان ولسمشر چوپتیا غوره کړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104540

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *