د مسکو ناستې په اړه د حامد کرزی هیله مندی

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 89031

مسکوغونډه د روانې میاشتې په اتلسمه د طالب استازو په ګډون د لسو هېوادونو د استازو، امریکایی استازی او سولې شورا د یو پلای په ګډون جوړه شوه.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دې ناستې ته بلل شوی هم و، سره له دې چې ګډون یې پکې نه دی کړی، خو وایی هیله ورته لری.
هغه له قزاقستانی تلویزون سره خبرو کې ویلی، د دې غونډې پایلو ته هیله‌من دی او تمه لری چې نورې ورته غونډې هم دوام ولری.
حامد کرزی زیاته کړې: « د مسکو ناسته یو مثبت او لومړنی ګام دی چې له شک پرته به پایله ولری، هیله لرو چې د مسکو دا ډول کنفرانس ادامه پیدا کړی چې یوې حل‌لارې ته ورسېږو.»
د مسکو ناسته کې د طالبانو دریځ د ګډونوالو تر څنګ افغان ولس هم خورا ګرم وستایه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89031

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *