د مسکو غوڼډې په پای کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بین الافغانی غونډو د دوام پرسر ټینګار وشو

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 103639

د افغانستان سیاسی مشرانو او طالب ډلې استازو غونډه دوې ورځې وړاندې په مسکو کې پیل شوه او تېره شپه د یوې ویناپاڼې په صادرېدو سره پای ته ورسېده.

دا غونډه په داسې حال کې په لاره اچول شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی په جدی توګه په دې اړه نیوکه کړې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د افغانستان دولت هیڅ استازی پکې ګډون نه کوی. د افغانستان دولت ټینګار کوی چې د افغانستان سولې بهیر د پرمخ بېولو په موخه هرډول ګام باید د افغانستان دولت په محوریت ترسره شی.

هغه پرېکړه لیک چې تېره ورځ ددې غونډې په پای کې د افغانستان سیاسی مشرانو  او طالب استازو له خوا خپور شو، پکې د نورو ټکو سربېره له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز د بین الافغانی خبرواترو د دوام پرسر ټینګار وشو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103639

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *