د مسکو غونډه؛ د درېیم قدرت رامنځته کول

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104477


Fb-Button

فرهاد داوری  

د افغان جګړې اړخونه په جنوبی اسیا کی د امریکا د ستراتیژۍ سره سم د سولی لپاره چمتوالی نیسی، پدې کی مهم اړخ افغان حکومت دی چی د تېرو ۱۸ کالو راهیسی امریکا او نړۍ پانګونه پر کړې ده او نړیواله اراده هم ددې حکومت پر تقویت ولاړه ده، د سولی پروسه چی د امریکا جدی غوښتنه ده، نو ځکه د سیمی دولتونه هڅه کوی چی ځانونه پکښې ځای کړی او پدې پروسه کی ګټه واخلی، ددې پروسې مهم لوبغاړی افغان حکومت دی چی د ۷ میلیونو رایو له مخی جوړ دی او نړیوال مشروعیت لری، د افغان حکومت ولسمشر محمد اشرف غنی په سیاسی او اقتصادی مسایلو کی د سیمی د هیوادونو تر حدس مخکی روان دی نو ځکه د افغان حکومت په هلو ځلو کی د ګاونډیانو ګټه نه ځایږی، هر څه به یوازی د افغانستان په ګټه پایته رسیږی.

د افغان سولی د شکل نیونی لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د ستراتیژۍ د تطبیق په موخه ګام پر ګام روان دی، د افغان حکومت په استازیتوب ښاغلی اشرف غنی د تاریخی واقعیتونو او تجربو په پام کی نیولو سره په سنګر کی چمتو ورته ناست دی، نو ځکه مسایل د افغان حکومت په ګټه تمامېدونکی دی، ددې حالت څخه ګاونډیان پوره ګټه نسی پورته کولای، نو ځکه سوال پیداکېږی چی ګاونډیان باید څه وکړی چی پدې پروسه کی ور ګډ سی او ګټه ځینی پورته کړی؟

د افغانستان په چارو کی ایران، پاکستان، روسیې، ترکیه او عربستان زیات دخیل دی، نو ځکه دې خلکو هڅه وکړه چی د مجاهد میلیونرانو په مرسته په افغان سولی کی داخل سی، پدې هیوادونو کی عربستان په ښکاره د امریکا په ستراتیژۍ کی داخل دی، پاکستان د طالبانو سرپرست دی او طالب دده له ادرسه خبری مخته وړی، خو ایران، روسیه او ترکیه ممکن په زیاتو مسایلو کی څنګته سی. په افغان جګړه کی ښکیل دولتونه هڅه کوی چی د متقاعد ولسمشر حامد کرزی په هلو ځلو میلیونر مجاهدین او د دې هیوادونو په استخباراتی چینلونو کی لوبېدلی لوبغاړی منسجم کړی، تر څو د طالب او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پر مهال درېیم قدرت جوړ کړی، د مسکو په غونډه کی ټول هغه کسان بلل سوی وه چی مخکی استخباراتی خادمان وه او د کرزی په وخت کی یې د ولس وینه وزبېښل او ځانونه یې میلیونران کړه، دا کسان د سیمی د استخباراتی کړیو لپاره اسانه لوبېدای سی، د مسکو غونډه یو پټ استخباراتی تنظیم و چی د ګډی اعلامیې په خپرولو سره میلیونر مجاهدین دې پروسې ته ور ګډ سی او د افغان حکومت تر څنګ دا ډله هم خپل اغېز ولری، د سولی په پروسه کی د مسکو ډله یو ډول اپوزیسیون کېږی، که چیری ولسمشر اشرف غنی د سیمی د هیوادونو ګټی په پام کی نه نیولې او یوازی یې د افغانستان د ګټو لپاره کار کاوه، دا ډله به پر ولسمشر فشار راوړی، تر څو د سیمی استخباراتی پلانونه په سمه توګه تطبیق سی.

دا میلیونر مجاهدین به د ایران، روسیې او ترکیه څخه د پیسو اخیستلو نوی پروپوزلونه جوړوی او دوی به د استخباراتی کړیو لخوا پوره حمایت کېږی تر څو په خپل کور کی د دوی لپاره جګړه وکړی، دا په حقیقت کی سپین ږیری ایجنټان دی چی د سیمی د هیوادونو لپاره به د خپل حکومت پر وړاندی جګړه کوی.

په افغانستان کی د را روانو ولسمشریزو ټاکنو او لویې جرګې لپاره هم دوی چمتوالی نیسی، که چیری ولسمشر اشرف غنی د دوی ګټی په پام کی ونه نیسی، دوی به پوره توان هڅه کوی چی حنیف اتمر تر ارګه ورسوی، ځکه دا هغه کس دی چی د قدرت لپاره هر څه کوی، ولسمشر اشرف غنی په دوهمه کاری ورځ د امریکا سره تړون په لاسلیک کړ او که دا ځل دی خپله ولسمشر سی، د سیمی او ګاونډیانو هره غوښتنه به ومنی، نیمه استخباراتی حکومت به وی، خو که چیری د ولسمشریزو ټاکنو مخکی د سولی پروسه ختمېدل، نو د مسکو ډله به کوښښ وکړی چی د لویې جرګې د راغوښتلو فشار له امله به د موقت حکومت پر طرحی کار وکړی، تر څو اشرف غنی له منځه وباسی او هر څه ددوی لاس ته ولوېږی، یانی دا ډله هڅه کوی چی  په هر قیمت وی د ګاونډیانو او سیمی د هیوادونو ګټی خوندی کړی، ددې کړنو په مقابل کی د استخباراتی کڅوړو د لاری خپلی پالیسۍ تمویل کړی. اوس پوښتنه داده چی کومه لاره موږ ولسی خلکو ته په کار ده او په ګټه مو ده؟

په افغان سوله کی د ډېری ګټی د لاسته راوړلو لپاره د ولس په استازیتوب د منتخب حکومت مخامخ مذاکره ده، که چیری افغان حکومت ددې ملت په استازیتوب د مذاکراتو پر مېز کښېنی د ولس په ګټه به وی، خو که خپلسری ډلی لکه د مسکو ډله، بېله کوم قانونی او اجرایوی مسؤلیت څخه ور داخلیږی، د ملت حق به د ګاونډیانو د ګټو لپاره قربانی کېږی او هڅه به کېږی چی دا ملت نور هم په جګړه کی وساتل سی. د افغان ملت لپاره په کار ده چی په ټول توان هڅه وکړی چی دا خپلسری ډلی د مدنی فشارونو له لاری ددې پروسې څخه وباسی او یوازی زموږ منتخب حکومت پدې پروسه کی هر څه په لاس کی واخلی، د روشنفکرانو او ځوانانو لپآره لازمه ده چی پدې برخه کی د عامه افکارو په جوړولو کی پوره رول ادا کړی، تر څو پدې پروسه کی زیآته ګټه کورته راوړو.