د مسکو د سولې په ناسته کې د افغانستان حکومت او طالب استازو ترمنځ احتمالی لیدنه

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 85216

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف په دې وروستیو کې روسی رسنیو ته ویلی چې د افغانستان دولت چارواکی د مسکو په ناسته کې له طالب استازو سره به لیدنه وکړی.
په همدې حال کې د روسیې ایزویستای ورځپاڼې لیکلی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اداری مرستیال نصیر احمد اندیشنه په مشری د افغانستان حکومت یو پلاوی له مسکو څخه لیدنه کړې او د مسکو ناستې د څرنګوالی په اړه د روسیې له چارواکو سره خبرې کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ویلی چې د مسکو ناستې د ترسره کېدو کره نېټه چې پکې د افغانستان حکومت، طالبانو د سیمې دولسو هېوادونو استازی رابلل شوی، روښانه نده.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی چې د سولې عالی شورا د دارلانشا مشر محمد اکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت اداری مرستیال نصیر احمد اندیشه د مسکو ناستې په اړه له روسی چارواکو سره د خبرو لپاره د تېرې اونۍ چهارشنبه په ورځ روسیې ته تللی دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلی که خبرې اترې کوونکی پلاوی په دې ناسته کې له روسیې سره هوکړې ته ورسېږی، د مسکو ناستې د ترسره کېدو نېټې په اړه به پرېکړه ونیول شی.
ټاکل شوې وه د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه د سپټمبر په ۴ مه ترسره شی، خو د افغانستان دولت د مخالفتونو له امله په موقته توګه وځنډول شوه.
افغان حکومت په دې ناسته کې د ګډون په موخه د رسویې بلنه رد کړه او امریکا هم له افغانستان څخه غوښتی وو ترڅو دې ناستې ته ګډون ونه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85216

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *