د مسلمانانو دوه سوه کورونه وسوځول

  • خپرول: ۲۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 108396

د هند اترپردېش ایالت په میرټ ښار کې د ناقانونه ابادیو د ویجاړولو په نوم عملیاتو کې د سیمې دوه سوه کورونه سوځول شوی، چې  ډېری یې د مسلمانانو دی.

هندی رسنۍ وایی، پولیسو د یادو کورونو د ویجاړولو هڅه کوله، چې پاریدلو لاریونوالو یې د مخنیوی په موخه پر پولیسو د ډبرو ګزارونه وکړل او د اخ و وډب پر مهال پولیسو د سیمې دوه سوه کورونه وسوځول، چې ډېری یې د مسلمانانو دی.

له پېښې وروسته پولیسو لسګونه مسلمانان نیولی دی.

ځایی چارواکی وایی، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړی او د سوځول شوو کورونو څښتانو ویلی، چې په دغو کورونو کې یې ټول مالونه او اړین توکی هم سوځېدلی دی.

د هند «یونین جرنیلزم» ویب پاڼې لیکلی،  چې په دغه پېښه کې یو جومات هم سوځول شوی دی.

د سیمې اغېزمن شوو مسلمانانو د کورونو سوځولو پړه پر پولیسو اچولې او دا کار یې د هغوی له لوری د کرکې او نفرت خپرولو هڅه بللې ده.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108396

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 6 = 3