د مزارشریف – پېښاور اوسپنی پټلۍ جوړېږی!

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 99937

پنځه هېوادونو لکه افغانستان، روسیې، ازبکستان، پاکستان او قزاقستان په دې وروستیو کې هوکړه کړې چې د مزارشریف ـ پېښاور د اوسپنی پټلۍ د جوړولو لپاره ګډ کارونه پیل کړی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، دا هوکړه په تاشکند هېواد کې ددې هېوادونو له ګډې غونډې وروسته ترلاسه شوې ده.
د بلخ والی ویاند منیر احمد فرهاد ددې پروژې کار د پیل په اړه ویلی: نړیوال پراختیایی بانک پرېکړه کړې چې د بنسټیزو برخو او د مزارشریف ـ پېښاور د اوسپنی پټلۍ په برخه کې کار وکړی. دا کار یوازې د اداری کارونو او د پروژې د ارزونې او دغه راز ددې پروژې په تدارکاتی برخو کې ترسره شوی خو په عملی برخه کې کار نه دی ترسره شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=99937

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *