د مرکچی پلاوی د جوړېدو لپاره د مصالحې په مشری شورا کې اختلاف

  • خپرول: ۲۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112151

د مصالحې د مشری شورا ویاند محمد عمر داوودزی وایی چې د دوحې په ناسته کې د ګډون کوونکی پلاوی د غړو شمېر او ددوی صلاحیتونو د ټاکلو په موخه د مصالحې مشرۍ شورا کمېټې د غړو ترمنځ د نظر اختلافونو شتون د هغې په اعلان کې د یوځل بیا ځنډ لامل شوی دی.
ټاکل شوې وه د تېرې اونۍ چهارشنبه په ورځ د قطر غونډې د ګډون کوونکی پلاوی د غړو شمېر او صلاحیتونه او له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچی پلاوی د مصالحې مشرۍ شورا له خوا اعلان شی، خو دا ورځ وځنډول شوه.
محمد عمر داوودزی وایی، په نېږدې راتلونکې کې به ددغو پلاویو د غړو شمېر روښانه شی او هیڅ لامل به د دوحې ناستې د ترسره کېدو په برخه کې د ځنډ لامل ونه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112151

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *