د مرکزی بانک مشر: د ډالر قاچاق د افغانی پیسو په وړاندې د هغه ارزښت زیاتوالی لامل شوی

  • خپرول: ۲۵ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 70144

د مرکزی بانک مشر خلیل صدیق چې د افغانی پیسو په وړاندې د ډالرو ارزښت د زیاتوالی په تړاو جرګې ته رابلل شوی وو، وویل چې له افغانستان څخه اېران ته د ډالرو قاچاق له امله، د افغانی پیسو په وړاندې د ډالرو ارزښت زیاتوالی موندلی دی.
د مرکزی بانک مشر خلیل صدیق چې نن دوشنبه د افغانی پیسو په وړاندې د ډالرو بیې زیاتوالی له امله د ولسی جرګې له خوا استجواب شوی وو، وویل چې که له هېواد نه بهر د ډالرو له قاچاق څخه مخنیوی وشی، د افغانی پیسو ارزښت به خوندی وی.
ښاغلی صدیق زیاته کړه چې د اسلام قلعه، حیرتان، د هرات هوایی ډګر، نیمروز او فراه ولایتونو له لارې له هېواد نه بهر د ډالرو پراخ قاچاق دوام لری.
د مرکزی بانک مشر ټینګار وکړ چې د ډالرو قاچاق راپور یې څه موده وړاندې پولیسو ته ورکړی خو د بندرونو کنټرول د مرکزی بانک دنده نده، بلکه باید پولیس په دې برخه کې اقدام وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=70144

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *