د مدیترانې په اوبو کې څه باندې ۱۷۰ کډوال ډوب شوی

  • خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 101031

ملگری ملتونه وایی باور لری هغه ١٧٠ تنه کډوال په دوو جلا پېښو کې په اوبو کې ډوب شوی چې د مدیترانې سمندر له لارې یې اروپا ته د تلو هڅه کوله.
یوه ربړی بېړۍ چې ١٢٠ کسان په کې سپاره و د جمعې په ورځ د لیبیا ساحلی اوبو کې ډوبه شوې ده او بله هغه چې ۵٠ کسان یې لېږدول د اسپانیا او مراکش ترمنځ سمندری اوبو کې ډوبه شوې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سی ار د دې ګڼ شمېر کډوالو د لادرکه کېدو له امله چې ښایی په سمندر کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی ژوره اندېښنې ښودلې او ددې ادارې مشرې ویلی په مدیترانې سمندر کې د کډوالو دا ناورین دې پای ته ورسول شی.
د کډوالو په برخه کې فعالو نادولتی مؤسسو له دې ډلې لږ تر لږه د درې پنځوسو تنو مړینه د مدیترانې سمندر په لویدیځه څنډه کې تایید کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101031

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 2 = 5