د مخابراتو وزیر په بډې اخیستنې تورن شو

  • خپرول: ۲۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 84676

د خپور شویو راپورونو له مخې، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژی وزیر شهزاد آریوبی ته نېږدې کسان ددغې ادارې مهم بستونه د زیاتې پیسې په بدل کې پلوری.
د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې د «اترا» یا د مخابراتی خدماتو د تنظیم ادارې مسوول جنت ګل احمدزی، د مخابراتو او مالوماتی ټکنالوژۍ وزیر او هغه ته نېږدې کارکوونکی پر فساد او د بډو پر اخیستو تورن وی.
دی وایی، د یوې ازادې سیالۍ له لارې د مخابراتو وزارت د ټکنالوژۍ ریاست ته بریالی شوی او د اداری اصلاحاتو کمېسیون هم څو ځله دې وزارت ته معرفی کړی خو د مخابراتو وزارت د اداری اصلاحاتو کمېسیون رسمی مکتوبونه بابیزه ګڼی او ورته پاملرنه نه کوی.
احمدزی داسې سندونه ښیی چې د هغه په وینا، د مخابراتو وزیر لوړپوړی سلاکار او سکرتر له ده څخه د ګمارنې په بدل کې ۱۵ زره ډالره بډې غوښتی او نوموړی همدارنګه ادعا کوی چې د سلاکار برېښنالیک هم لری چې له ده څخه یې د بډو غوښتنه کړې ده.
بل پلو هغه همدارنګه ادعا کوی چې د وزیر ټلېفونی پیغام هم له ځانه سره لری چې له ده یې د ۱۰ زرو ډالرو غوښتنه کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84676

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *