د محب وروستیو څرګندونو په اړه د عبدالله جدی غبرګون

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 108968

د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې په چارو کې د خلیلزاد په اړه د ملی امنیت شورا سلاکار څرګندونې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکو د زیانمن کېدو او دغه راز د ملی ګټو پر خلاف وباله.
اجرایی مشر چې تېره ورځ له غرمې وروسته په کابل کې په یوه ناسته کې خبرې کولې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د نړیوالې ټولنې له قربانیو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته یې کړه چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پیاوړتیا زموږ په لومړیتوب کې ځای لری.
ده زیاته کړه چې بهرنی سیاست یو شخصی او احساساتی بحث نه دی، بلکه د هېواد ملی ګټو پورې تړاو لری.
اجرایی مشر زیاته کړه چې نن په داسې یو حالاتو کې شتون نه لرو چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې لمنځه یوسو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108968

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *