د مجددی د مړینې په مناسبت چهارشنبه عمومی رخصتی اعلان شوه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104568

غنی

د انځور حقوق
ARG

Image caption

ولسمشر غنی د صبغت الله مجددی د مړینې په مناسبت د خواشینۍ پیغام کې نوموړی نه هېرېدونکی شخصیت وباله

افغان حکومت د پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددی د مړینې په مناسبت سبا چهارشنبه عمومی رخصتی اعلان کړې.

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملی نجات ګوند رییس حضرت صبغت الله مجددی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر تېر ماښام له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د حضرت صبغت الله مجددی د خدمتونو ستاینه کړې او هغه یې یو نه هېرېدونکی شخصیت بللی.

ښاغلی غنی د کابینې غونډې ته ویلی، اړوند ادارو ته یې امر کړی، چې د صبغت الله مجددی جنازې مراسمو ته ځانګړی مراسم ونیسی.

د حضرت مجددی جناره سبا کابل ښار کې کېږی. د نوموړی په مړینه بیلابیلو افغان چارواکو او سیاستوالو خواخوږی څرګنده کړې.

مجددی: ولسمشر کرزی د تړون ځنډولو حق نه لری

د سولې عالی مشورتی بورډ غړی اعلان شوی

‘مجددی ‘هجرت’ نه دی کړی’

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د نوموړی مړینی په مناسبت پیغامونو کې نوموړی د افغان تاریخ یو اغېزمن شخصیت بللی دی.

صبغت الله مجددی د نقشبندیه طریقت سلسلې له مشایخو یو و او شیخ احمد سرهندی ته منتسب و، چې په مجدد الف الثانی مشهور دی.

حضرت صبغت الله مجددی په ۱۹۲۶ کال د مجددیانو په مشهوره دینی کورنۍ کې زیږېدلی و. نوموړی د مصر په الازهر پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پای ته رسولې وې.

غبرګونونه

په افغانستان کې د صبغت الله مجددی پر مړینه د خواشینۍ غبرګونونه ښودل شوی. اجراییه مشر عبدالله عبدالله د صبغت الله مجددی پر مړینې د خواشینۍ سربېره هغه یو منځلاری مشر او سپین ګوی بللی دی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته مجددی پاکستان ته ولاړ او د کابل دولت پر وړاندې یې سیاسی او وسله واله مبارزه پیل کړه

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق دیموکراتیک ګوند قدرت ته ورسېد مجددی پاکستان ته ولاړ او د ملی نجات جبهې په نامه یې د کابل دولت پر وړاندې سیاسی او وسله واله مبارزه پیل کړه.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلی مجددی د افغانستان اسلامی دولت د لومړنی ولسمشر په توګه د څو میاشتو لپاره دنده ترسره کړې وه.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړی ځان له سیاسته ګوښه کړی و چې په ۲۰۰۳ کال کې د اساسی قانون د لویې جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

د انځور حقوق
AFP

Image caption

صبغت الله مجددی چې د یوه منځلاری ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومی مشران او یو شمېر لوستی روڼ اندی و چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځی.

صبغت الله مجددی د طالبانو حکومت له نسکورېدو وروسته ۲۰۰۱ لومړی کال کې د بون له بهیر سره یو ځای شو او د افغانستان سیاست کې فعاله ونډه درلوده.

نوموړی د افغانستان مشرانو جرګې د مشر په حیث هم دنده درلوده او د سولې ټینګښت کمېسیون مشری یې هم کړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104568

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *