د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر صبغت الله مجددی ومړ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104404


Fb-Button

تاند- د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر او د ملی نجات جبهې مشر صبغت الله مجددی نن شپه ۱۱ بجې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۹۴ کلونو په عمر سا پرې کړه.

صبغت الله مجددی له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د مشرانو جرګې رییس و. نوموړی دغه رازپه ۲۰۰۳ م کال د اساسی قانون د لویې جرګې ریاست په غاړه درلود.

صبغت الله مجددی په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال په پېښور کې د خلق د دیموکراتیک رژیم پرضد د ملی جبهې په نوم تنظیم جوړ کړ. دی د ۱۳۷۱ لمریز کال په لومړیو کې د نوازشریف په هڅه د پېښور د ګورنر هاوس له پرېکړې سره سم د مجاهدینو موقت دولتمشر وټاکل شو.

د ده د حکومت دوره درې میاشتنۍ وه. ده هڅه وکړه چې د جنرال دوستم په مرسته د خپل حکومت دوره اوږده کړی او د دې هدف لپاره یې جنرال دوستم خالد بن ولید ونوماوه خو دوستم ورسره یاری ونه کړه.

صبغت الله مجددی په ۱۹۲۵ م کال په کابل کې زېږېدلی. زده کړې یې د مصر په ازهر پوهنتون کې کړی دی.

د مجددی د مړینې په اړه تر دې پخوا هم ډېر خبرونه خپاره شوی وو.