د مالی فساد تور په اړه د پارلمان مشر لومړنۍ غبرګون

  • خپرول: ۶ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 37546

د پارلمان مشر عبدالرووف ابراهیمی چې په مالی فساد تورن شوی ، پر خپل ځان باندې ټول اړول شوی تورنونه رد کړل.
دی هغو وروستیو تورنونو په اړه چې په دې وروستیو کې دده په وړاندې مطرح شوی ویلی چې دی چمتو دی ټولو اړول شویو تورنونو په اړه د قناعت وړ ځواب ورکړی.
ابراهیمی څرګند کړ : « ځینې کسان ادعا کوی چې موژ ګواکې د کور کرایه ترلاسه کوو ، په داسې حال کې چې د مشر په توګه د کور کرایې ترلاسه کول د قانون پرخلاف نه دی. د قانون پربنسټ او هغه صلاحیت له مخې چې ولسمشر ورکړی ، حکم شتون لری ، دغه د شورا له بودجې څخه نه دی.»
د پارلمان مشر ټینګار وکړ چې دده د کور کرایه د ولسمشر حکم پربنسټ ورکول کېژی.
تردې وړاندې ځینو سرچېنو راپور ورکړی وو چې په تېرو پنځه کالو کې پنځوس میلیون افغانی د ملی شورا ودانۍ څخه د باندې د پارلمان مشر د کور کرایې او دفتر په برخه کې لګول شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=37546

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *