د لویې پکتیا نسله! د هېوادپالنې څرک پیدا دی

  • خپرول: ۱۲ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 67359


Fb-Button

اسماعیل شاه امیر ځدراڼ ||

په داسې تاریخی؛ خو نازکو شېبو کې چې د لویې پکتیا ولسونه نسبتاً د پرمختګ په درشل کې دی، د ولسونو او قومونو د ارمانونو د باغ مېوه یې څه له پاسه څلوېښت کاله په سپېڅلو وینو خړوبه شوې ده.


د پکتیا د شمله ورو، مخورو جهادی مشرانو او ان تر اوسه د نسل په نسل د بې دریغه قربانیو، ستونزو او ناخوالو سره سره بیا هم داسې کدرونه موندل کېږی او موندل شوی چې د سر د سړی شمار پرې کېدای شی.


د یوه افغان په صفت د هر هغه ځوان په ځلانده هڅونه کې تر خپلې وسې مرسته کوم چې د لا نورو مثبتو ځانګړنو په درلودلو سره د هېواد هغه شمېر ځوانان هم د رهبرۍ لور ته را پورته کړی چې واقعاً د ملی شتمنیو د خوندیتوب او د حالاتو د بدلون تمه ترې کېدای شی.


د فخر افغان خان عبدالغفار خان د عدم تشدد د مبارزې او فلسفې څارونکی او د دغې سترې علمی مدرسې زده کړیالان اوس هم د هغه د پل پر سر د پل د ایښودو له امله لکه لمر ځلېږی چې څوک یې په دوو ګوتو نه شی پټولای.
د تاریخ په اوږدو کې د دغې سترې فلسفی ښوونځی لارویان خورا ډېر تېر شوی چې شمار پرې کېدای شی، زه یوازې د هغه ځوانانو په اړه خبره کوم چې دا نن نسل یې د دغې فلسفې د تعقیبوونکی په توګه په ګوته کولای شی.


که څه هم د هغه فلسفه د نړۍ لپاره د عدم تشدد یو بې ساری بنسټ دی، د پښتنو په شمېر یې د هند، افریقا او نورو هېوادونو زیات شمېر د یو واجبی لارې په توګه تعقیبوی. که د فخر افغان، ګاندی، او منډیلا سترې هڅې نه وای، دغه یوالی چې موږ یې د بریا څرک او د بریا راز بللی شو، هیڅ کله زموږ فکرونو ته نه القاع کېده او نه به مو کولای شول چې د ژوند رازونه را وسپړو.


د پښتنو یو او خدمتګار ځوان خانولی خان بشرمل ممکن د دغو فلسفو له وړانګو اغېزمن شوی وی چې د پښتون قوم د یوې لوې کتلې د وښتیا او هیښتیا په اړه یې هڅې کمسارې دی.


که د دې ځوان په خدماتو، ښو کړنو، قلم چلونه او مفکوره یوازې ځغلنده نظر هم وشی، د ژورو بحث به درته مخ ته کړی؛ ځکه خو د لویې پکتیا په ګډون د هېواد ډېر فکرپال ځوانانو او مخورو او ادیبانو یې د کړنو د ستاینې په موخه د پښتون قوم د غوره خدماتو او ښو کړنو تر عنوان او ادبی ناستې په موکه، د ده کورنۍ او دوستانو ته او د ده د ټیم د غوره خدماتو په اړه مبارکی وایی او ستاینه یې کوی.


که څه هم د ګڼو نورو هېوادوالو په شان یې د مهاجرت سختې هم تېرې کړی دی؛ تر اوسه پورې یې یو اړخیز سیاست نه دی غوره کړی او خپلو خدمتونو ته یې وده ور کړې ده.


د لوی افغانستان هر ځوان، سپین ږیری او ملک سره یې اوږه په اوږه د لوی افغانستان لپاره مبارزه کړې ده، د خلکو خدمت ته یې ځان وقف کړی دی، ملی فکر لری ورسره ورسره یې قلمی مبارزې هم کړې دی. د لوړو پوسټونو او په یو شمېر لوړو سیمنارونو کې د برخه اخیستو له امله پخه تجربه لری او د افغانستان یوه لویه برخه چې اقتصادی، صنعتی او تعلیمی برخو څخه محرومه پاتې وه، یو ځل بیا را ژوندۍ او لویه پکتیا یې په اقتصادی زون بدله کړه.


ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې له ولسمشر غنی سره هغه لیدنه وه چې د ځدراڼ ټولنې له خوا مثبته و ارزول شوه.
نوموړی له ولسمشر غنی وغوښتل چې په اقتصادی چارو کې دې د لویې پکتیا هغه یو شمېر پروژې چې د کرزی په وخت سروې شوې وې او یا یې پلانونه وجود لری، باید په عملی توګه پلی شی، لکه (د برېښنا بندونه، د پاچاخان د پوهنتون لپاره د ځمکې ځانګړې کول او د هغه د ودانیو رغول، همدا راز د پکتیا، پکتیکا او خوست د ولایتی ادارو په سېستم کې ښه والی او داسې نور…) هغه غوښتنې وې چې ولسمشر ورته په ورین تندی ځواب ور کړ او د ده د مهارت له مخې په پوره اغېزمنتیا ورته شین څراغ ور کړل شو. ژمنه وشوه چې دا هر څه به د وخت په تېرېدو سره انشاء الله کېږی او د ولسمشر له خوا د داسې ځوانانو ستاینه هم و شوه چې د ملی فکر په کولو سره باید ځان د خدمت لپاره جوګه کړی. راتلونکی ته یې د افغانستان او په ځانګړې ډول د لویې پکتیا ځوانانو ته مختلفو کنفرانسونو د عملی کولو لپاره بې سارې او یا کمسارې هڅه کوی.


ښایی د همدې چارو د تر سره کېدو لپاره یې د ښاغلی بشرمل وړتیا ته کتلې وی، نوموړ یې د مسوولیت د تر سره کېدو لپاره وړاندې کړ او د چار د عمومی ادارې د تخنیکی مرستیال په توګه په دنده وګماره، زه چې دغه ځوان پېژنم، د دندې د ترلاسه کېدو لپاره په هڅو کې نه وی، بلکې د هېوادنۍ مینې له امله که تر دې ستر کارونه ور وسپارل شی، هم له تر سره کېدو به یې ولی سپک نه کړی.


د داسې بیلګو په درلودلو سره کولای شو خپل راتلونکی نسل دې ته وهڅوو چې د هېوادپالنې په بنسټ وروزل شی او د راتلونکی لپاره ترې کمساری رهبران جوړ شی.


د حکومتی ادارې له مشرتابه به د هېواد د ځوان کدرونو په ګمارلو نه یوازې دا چې ولس مننه وکړی، ورسره به یې د راتلونکی لپاره د خپل نسل په کدری روزنه کې بې سارې هلې ځلې وکړی.

د ازاد او سوکاله افغانستان په هیله

اړوند مطالب


د لویې پکتیا ټولنو د خپلو رایو په اړه د عبدالله څرګندونې غیرمسوولانه وبللې


ولسمشره! غله ته ویاړ به د لویې پکتیا شهیدانو سپکاوی وی


اجرائیه رئیس: د لویې پکتیا د انکشاف لپاره به د پراختیایی پروژو ارزونه او عملی کول پیل شی


په لوګر کې (له نسله تر نسله) غونډه

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=67359

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *