د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109032

طالبان وایی د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه څو ساتونکی یې په یوه چاودنه کې له منځه وړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، قومندان صابرخان یې نن سهار له څو تنو ساتونکو سره یو ځای د یادې ولسوالۍ په شیروازه سیمه کې وژلی دی.
هغه لیکلی: «د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان(صابرخان) له یو شمیر ساتونکو سره په تکتیکی چاودنه کې ووژل شو او د خپلو ناوړه کړنو په سزا ورسید.»
تر اوسه د لوګر ولایت ځایی چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109032

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *