د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لری د انلاین زده کړو سیسټم جوړکړی

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 104362

د لوړو زده کړو وزارت وایی د علم توانایی ده په شعار سره د افغان اېکس په نوم د انلاین زده کړې سیسټم پیلوی.

له دغه سیسټمه په استفادې سره خلک کولای شی چی د انټرنیټ له لارې د وخت او ځای له محدودیت پرته پر ځای او هر وخت کی د ګرځنډه ټلېفون او کمپیوټر له لارې د هېواد او نړۍ د پوهنتونونو تحصیلی کورسونو ته لاسرسی ولری.

له بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وایی په روان هجری لمریز کال کې ۴۰۵ تنه د لیسانس، ۸۷۴ تنه د ماسترۍ او ۱۰۲ تنه هم د دوکتورا په برخه کې د ۴۱ هېوادونو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو له مخې د دې ترڅنګ په اوسنی وخت کې ۳ زره او ۸۷۵ افغان محصلین د لیسانس، ۲۰۵۶ تنه د ماسترۍ او ۳۵۸ تنه هم د دوکتورا په برخه کې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104362

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




7 + 3 =