د لوړو زده کړو وزارت د استاد شجاع الدین خراسانی نیول تائید کړل

  • خپرول: ۳ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 72182

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت منی چې د شجاع الدین خراسانی په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد د ملی امنیت د ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د دې وزارت ویاند محمد ضیا ساحل نن له ازادی راډیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د استاد خراسانی جرم تائید کړی وویل د هغه په اړه پلټنې روانې دی.

له دې وړاندې یو شمېر سرچنیو ویلی دی چې د افغانستان ملی امنیت نن د برهان الدین ربانی د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شجاع الدین خراسانی له یوې محصلې سره د جبری جنسی اړیکې پر مهال نیولی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایی چې له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه بشپړ جزیات خپاره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=72182

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *