د لغمان والی هیله‌ لری چې د روغتیایی مرکزونو د بندېدو ستونزه هواره شی

  • خپرول: ۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 109446

د لغمان والی هیله‌مند دی چې په‌دغه ولایت کې به د روغتیایی مرکزونو د بندېدو ستونزه په لنډو ورځو کې هواره شی.

اصف ننګ ازادی راډیو ته وویل:

“موږ په درېیو ولسوالیو کې له دې ستونزې سره مخامخ شوی یو، په بادپښ کې، الیشنګ او الینګار کې، په دولت شاه کې خبرې روانې دی چې ستونزه به هواره شی، په یو دوو ورځو کې کیدای شی چې اصلی ستونزه د افهام او تفهیم له لارې حل شی.”

په لغمان کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ را په‌دې خوا روغتیایی مرکزونه بند دی.

له نژدې درې میاشتې راهیسې د لغمان د روغتیایی مرکزونو چارې سویډن کمېټې د هېلټ نیټ په نوم موسسې ته انتقال کړی دی.

نوې موسسې یو لړ امتیازات کم کړی دی او وایی چې علت یې په چارو کې شفافیت دی، خو کوم کسان چې پردې خوښ نه‌دی هغوی د طالبانو په مرسته په لغمان کې روغتیایی مرکزونه تړلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109446

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *