د لارې له بندېدو سره د کندهار د ګڼو فابریکو تولیداتو ښه بازار موندلی

  • خپرول: ۳۰ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: پژواک
  • د خبر شميره: 12484

کندهار (پژواک، ٣٠ کب ٩۵) : له هغه وروسته چې پاکستان افغانستان ته د سپین بولدک او تورخم په ګډون غځېدلې لارې تړلې، د کندهار د ګڼو فابریکو د تولیداتو کچه ډېره شوې او ښه بازار یې موندلی دی.

د کندهار په صنعتی پارک کې شاوخوا دوه سوه فابریکې شته چې خوراکی او غیر خوراکی توکی تولیدوی.

د دغو فابریکو چلوونکی وایی، مخکې ډېر هغه توکی هم له پاکستانه راتلل چې دلته یې د تولید فابریکې شته، چې د دوی د تولیداتو پر بازار یې سیوری غوړولی و.

خو د دوی په خبره، اوس چې پاکستان افغانستان ته غځېدلې لارې تړلی هم یې د تولیداتو کچه ډېره شوې او هم یې په بارار کې غوښتنه او پلور ډېر شوی دی.

حاجی عبدالباری همت په کندهار صنعتی پارک کې د پی وی سیاو نورو پلاستیکی پایپونو جوړولو فابریکه لری چې په تعمیراتی چارو کې کارول کېږی.

نوموړی پژواک خبری اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د سپین بولدک لار تړل شوې، هم یې تولیدات ډېر شوی او هم یې ښه بازار پیدا کړی دی.

ده زیاته کړه: ((مخکې چې لارې پرانیستې وې، د ورځې مو له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلوګرامه پایپ نه شو پلورلای، خو له هغه وروسته چې لارې بندې شوې د ورځې له ۳ تر ۴ ټنه پایپ پلورو.))

د ده په خبره، دغه پایپونه له کارولو شوو پلاستیکی توکو جوړوی چې خام مواد یې همدلته په هېواد کې دننه تر لاسه کوی.

دی وایی، مخکې چې لارې پرانیستې وې نو نه یوازې پایپونه له پاکستانه را واردېدل، بلکې هغه خام مواد چې په کور دننه یې تر لاسه کول او پایپونه یې ورڅخه جوړول هم پاکستان ته قاچاق کېدل.

د دې تر څنګ بله فابریکه د میر افغان په نوم د پولی ایتلین پایپ جوړولو هم ده چې له نن څخه شپږ کاله مخکې د ۵۰۰ زره امریکایی ډالرو په پانګونې جوړه شوې ده، په دې فابریکه کې ۳۰ تنه په مستقیمه توګه او سلګونه نور په غیر مستقیمه توګه په کار بوخت دی.

د دغې فابریکې مسوولین هم وایی چې تولید یې د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

د یادې شوې فابریکې مسوول احمد نواز پژواک خبری اژانس ته وویل، دغې فابریکې ته ټول خام مواد (زاړه پلاستیکی توکی) له کندهار او شاوخوا ولایتونو څخه برابرېږی.

ده زیاته کړه، هره ورځ په منځنۍ کچه ۳ ټنه خام مواد په مصرف رسوی او له ۱ انچ څخه تر ۴ انچ پورې پایپ تولیدوی چې کروندګر یې د اوبو د را ویستلو لپاره کاروی چې هم ښه کیفیت لری او هم له بهر څخه د را واردو شوو هغو په پرتله کیفیت لرونکی دی.

دی وایی، د لارې له بندېدو وروسته یې د تولید کچه دوه برابره ډېره شوې چې د کندهار تر څنګ اوس مهال هلمند، اروزګان، زابل، نیمروز، فراه، پکتیا،  پکتیکا، میدان وردګ او ځینې نورو ولایتونو ته لېږدول کېږی.

بل خوا د کندهار په صنعتی پارک کې د پلاستیکی پایپونو، څپلیو، د اوسپنې د ویلی کولو، سیخ جوړولو او ګڼو نورو فابریکو تر څنګ د خوراکی توکو فابریکې هم فعالیت لری چې ډېرې یې د ماشومانو لپاره خوراکی توکی لکه چپس، پاپړ او نور هم تولیدوی.

د دغو فابریکو چلوونکی هم وایی چې د لارې له تړل کېدو وروسته یې تولید ډېر شوی او ښه بازار یې موندلی دی.

په دې ډله کې یوه فابریکه د لاوا په نوم د چپس جوړولو ده.

د یادې شوې فابریکې مسوول احمد شاه پژواک خبری اژانس ته وویل، فابریکه یې په بشپړه توګه افغانی ده چې خام توکی، کارتن او نور ټول یې همدلته تولېدېږی.

ده زیاته کړه، په دې فابریکه کې د چپسو د جوړولو لپاره له غزنی، بامیان او میدان وردګو څخه کچالو راوړل کېږی او بیا تولید شوی چپس د کندهار تر څنګ هلمند، هرات، غزنی، ننګرهار او کابل ولایتونو ته ځی.

د ده په خبره، په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰۰ کارتنه چپس تولیدولای شی، خو مخکې له پاکستان څخه را واردېدونکی چپس یې پر کاوربار بد اغېز کړی و.

خو دی وایی، له هغه وروسته چې لارې تړل شوی نو تولید یې د ده له تصور پورته ډېر شوی او په بازار کې یې غوښتنه ډېره شوې ده.

نوموړی له خلکو غوښتنه کوی چې د اوس په څېر تل د بهرنیو بې کیفیته او تاریخ تېر توکو پر ځای خپل وطنی باکیفیته او تازه توکی وکاروی.

نوموړی له دولت څخه هم وغوښتل چې پر بهرنیو توکو مالیه لوړه کړی، څو دوی له سقوط او زیان څخه وژغورل شی.

دغه راز د فابریکو ټول چلوونکی له دولت څخه غواړی چې د پانګه والو ملا وتړی، د کافی برېښنا تر څنګ نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړی څو د هېواد صنعتی او تولیدی اقتصاد وده وکړی، بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره شی او خلک د خودکفایی په لور لاړ شی.

په خپله د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال حاجی فیض الحق مشکانی هم تاییدوی چې د لارو له تړل کېدو سره په کور دننه د ګڼو فابریکو تولید او بازار ښه شوی دی.

خو دی وایی دا چې دغه لړۍ همداسې دوام پیدا کړی، دولت ته په کار ده په دې برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړی، د برېښنا اړتیا پوره کړی، څو نور خلک هم پانګونې ته زړه ښه کړی.

بل خوا په دې وروستیو کې له خلکو سره هم دا حس پیاوړی شوی چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای باید خپل کورنی تولیدات وکاروی.

عبدالعلی د کندهار ښار په عینو مېنه کې د خوراکی توکو پلورنځی لری، دی وایی، پخوا به ډېرو مشتریانو له بهره د راواردو شوو توکو غوښتنه کوله او هغه یې پر کورنیو هغو ښه ګڼل.

خو د ده په خبره اوس وضعیت بدل شوی، ډېر هغه خلک چې پخوا به یې پاکستانی او نور تولیدات کارول اوس د افغانی هغو غوښتنه کوی، ځکه په دې ورستیو کې نه یوازې د دغه هېواد، بلکې د دوی د تولید شوو توکو پر ضد هم د خلکو کرکه ډېره شوې ده.

په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ فابریکې جوړې شوی چې ځینې یې د کافی برېښنا د نشتوالی له امله تړلی هم دی.

خو هغه چې پرانیستې دی، دا مهال په کې پنبه، غوړی، کنجازه، صابون، یخ، ایسکریم، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستیکی لوښی، پایپونه، خوراکی توکی، غیر الکولی مشروبات او نور تولیدېږی، چې ۴۵۰۰ تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دی.

تر دې مخکې په ننګرهار ولایت کې هم د ځېنو فابریکو مسوولین ویلی وو، چې د لارو بندېدو سره یې د تولیداتو بازار ښه شوى.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=12484

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *