د لارښوونکیو لپاره لارښود اثر/ پوهنیار سیداصغر هاشمی

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 12713

په نړۍ کې انسانانو ته ډېر کتابونه پوهې او علم انتقال لپاره لیکل کېږی او په ځانګړی ډول د ژوند رهنمایی ورته کوی خو ځینې داسې اثار شته چې د ډېر علم انتقال پر ځای هغه کسان چې کتابونه لیکلی او یا په اثارو کې د رهنما په ډول خلکو ته لارښوونې کوی، دا اثر ورته لارې چارې ښیی.

دغه اثر(د تدریس زده کړه) لارښوونکیو ته لارښوونه کوی او په دې تاکېد کوی چې زده کړه باید کوم ډول انتقال شی.

الله تعالی انسانان ډول ډول پیدا کړی دی، امکان لری چې یو کس ډیر ټیټ قد، خراب اواز او یا داسې نور….. ولری. معاصرې ښوونې او روزنې د لارښوونکیو لپاره چې کومې ځانګړنې مهمې ګڼلی په ځینو کې نشته، سمه ده چې د لارښوونکی بېرونی جوړښت باید سم وی خو دا چې دا واک د انسان په لاس کې نه دی نو ګرم هم نه دی خو ځینې مسایل دی چې د ښه لارښود لپاره مهم دی او په ځینو لارښوونکیوکې نشته. لکه:

په خپل وخت ټولګې ته راتګ، په موضوع حاکمیت، عدالت او انصاف درلودل، تعصب نه کول، په امتحان او نومرو کې له برابرۍ کار اخیستل، رشوت نه اخیستل، د شاګردانوسوالونو ته ځواب ورکول، له شاګردانو سره سمه رویه کول او داسې نور…

ځینې استادان شته چې په صنف کې په محصلانو بېلابېل نومونه ږدی چې دا نومونه ایښودل د انسان په شخصیت بد تاثیر کوی او د اسلام له نظره هم سم کار نه دی.

معلم یوه خاصه دنده ده چې عالمان روزی او د دوی کړه وړه نېغ په نېغه د شاګردانو په خوی او عادتونو تاثیر لری.

د سیدجمال الدین افغان پوهنتون، د ارواپوهنې د څانګې محصلانو کړو وړو کې ډېرې مثبتې نقطې مې ولیدې چې اصلی دلیل یې د څانګې  استادان دی.

کله چې خپل زوی ته د واده لپاره نجلۍ ټاکو نو د نجلۍ کورنۍ مطالعه کوو، ځکه چې د کورنۍ ټول کړه وړه په انسانانوتاثیرات لری، استاد هم د صنف د شاګرانو معنوی پلار دی او د ده ټول کړه وړه پرې مثبت او منفی تاثیرات درلودای شی.

معلمان دی چې عالمان روزی. د معلم او عالم توپیر په دې کې دی چې هر عالم معلم کېدای نه شی خو هر معلم عالم کېدای شی، یعنې معلم خاص او عالم عام وی نو د ښه عالمانو درلودلو لپاره په لومړی قدم کې ښه معلمان درلول اړین دی، ځکه چې د ټولو ښه عالمانو معنوی پلرونه معلمان دی.

د معلم او عالم کلمې یو د بل لپاره اړین او نه بېلیدونکی دی.یو معلم باید عالم وی او هر عالم که معلم نه وی باک یې نشته.

علم او پوهه ارزښتناکه سرمایه ده، خو له دې پوهې نه د تدریس پر وخت ښه او پرځای استفاده کول د یو ښه معلم کار دی.

په نړۍ کې ډېر عالمان تېر شوی دی،لکه: افلاطون، ارسطو، سقراط، بقراط او داسې نور په سلګونو، دوی ټول سره له دې چې نامتو فیلسوفان او پوهان د نړۍ دی خو ښه لارښوونکی ورته ویلای نه شو.

په ټولې نړۍ کې ارواپوهنه د یو بنسټیز مسلک په ډول په ټولو پوهنځیو کې تدریسیږی ځکه چې د هر پوهنځی فارغ التحصیل باید د زده کړې د لاس ته راوړلو سره سره د ټولنې یو ښه لارښوونکی وی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم بهترین معلم وه نو له همدې امله دا ډېره بهترینه دنده ده او ټولو ښو لارښوونکیو ته د دې دندې مبارکی وایم.

په پای کې د ښوونې او روزنې پوهنځی، د مسلکی تعلیماتو څانګې استاد پوهنیار راز محمد فیضی ته د اثر د چاپ مبارکی وایم او د الله تعالی له درباره ورته د نور علمی کار صلاحیت، قوت او په زړه کې مینه غواړم.

په مینه

اړوند مطالب

No associated posts.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=12713

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *