د قطر په دوحه کې له طالبانو سره بین الافغانی ناستې ته ۱۵۰ کسیزه پلاوی ټاکل شوی

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 112756

د پخلاینې عالی شورا  د مشر تابه غړی رسنیو ته ویلی چې د قطر په بین الافغانی ناسته کې به له افغانستانه ۱۵۰ کسیزه پلاوی ګډون وکړی

د افغانستان د پخلاینې عالی شورا د
مشرتابه غړی عزیزالله  دین محمد ویلی
له افغانستانه به د قطر په بین الافغانی خبرو کې  ١۵٠ کسان ګډون وکړی، نوموړی زیاته کړې چې دغه پلاوی  ښایی د جمعې په ورځ حمل ( وری) په ۳۰مه  قطر ته ولاړ شی
او دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړی.

خو د دې شورا یو شمېر نورو غړو بیا ویلی
چې قطر ته ۲۰۰ کسیزه افغان پلاوی ټاکل شوی او دغه لیست به د سه شنبې په ورځ د حمل
په ۲۷ بشپړ او وروستی شی.

په قطر کې د افغان سولې په اړه کیدونکې
بین الافغانی ناسته ټاکل شوې چې د اپریل له ١٩ نه تر ٢١ پورې په دوحه کې تر سره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112756

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *