د قطر له امیر سره د ولسمشر غنی لیدنه

  • خپرول: ۲۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 105193

ولسمشر غنی د جرمنی د مونیخ کنفرانس په څنډ کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره کتلی او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.
ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې ښاغلی غنی او  ښاغلی ثانی د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو او سولې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د قطر د امیر له قوله ویل شوی، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوی.
سرچینه زیاتوی، چې ولسمشر غنی هم د قطر له امیر څخه د افغان سولې د ملاتړ په پار مننه کړې او ویلی یې دی، چې افغانان د خپل هېواد د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسېدو ته انتظار باسی.
یادونی وړ ده ، چې قطر د طالبانو د سیاسی دفتر او دغه راز په منځنی ختیځ کې د امریکایی ځواکونو تر ټولو د سترې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105193

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *