د قطر غونډې پای؛ امریکا او طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرسر هوکړې ته رسېدلی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108420

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو او امریکایی استازو له پنځم پړاو خبرو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د یوه مخکنلیک د رامنځته کېدو په موخه د دواړو خواو له هوکړې خبر ورکړی دی.
خلیلزاد چې د امریکا مرکچی پلاوی مشرۍ هم پرغاړه لری، په خپله ټویټر پاڼه لیکلی: سوله د دوو مسالو پرسر هوکړې ته اړتیا لری چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ځواکونو وتلو، بین الافغانی خبرو او سولې لپاره یوې سراسری هوکړې ته اړتیا لری.
ده زیاته کړه، دواړو خواو د جنوری په میاشت کې ددې مسایلو د بشپړې تګلارې پرسر هوکړې ته ورسېدل او اوس مهال هم د خبرو د پنځم پړاو په وروستۍ ورځ د دوو موضوعاتو پرسر هوکړه شوې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108420

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *