د قطر د پوځی رول پرسر د امریکا او قطر دفاع وزیرانو خبرې

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108465

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی چې د پینتاګون سرپرست (د امریکا د دفاع وزارت سرپرست) او د قطر دفاع وزیر د ناټو په ماموریت په تېره بیا په افغانستان کې د دې تړون په ماموریت کې د قطر د ګډون په اړه خبرې وکړې.
قطر که څه هم د ناټو غړیتوب نه لری خو د ناټو او امریکا یو نژدې متحد دی. په دغه هیواد کې امریکا د هوایی او سمندری ځواک لویه اډه لری او له بلې خوا د قطر هوایی ځواک په لیبیا او څو نورو هیوادونو کې د ناټو په عملیاتو کې ګډون کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت له خبرپاڼې سره سم د دغه هیواد د دفاع وزارت د سرپرست پاتریک شاناهن او د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه له کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې ویل شوی«دواړو خواوو په افغانستان کې د ناټو له ماموریته د قطر د ملاتړ او د العدید د هوایی اډې د حالت د ښه کېدو په شمول پر بېلابېلو امنیتی او دفاعی مسلو خبرې وکړې.»
ناټو په تېر دوبی کې د افغانستان په جنګی ماموریتونو کې د قطر او متحده عربی اماراتو له ګډون سره موافقه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108465

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 2 = 6