د قطر د بین الافغانی غونډې د پرېکړه لیک په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نیوکه

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 126346

حکمت د قطر غونډې پرېکړه لیک ځینو موردونو له هغې جملې د افغانستان له اسلامی نظام ناوړه تعبیر او د رسنیو او بیان آزادی د نه خوندیتوب په تړاو غبرګون وښود.
د قطر په دوحه کې د افغانستان سیاسیونو او طالب استازو ناسته د روانې میاشتې په ۷ او ۸ ورځ، کې ترسره شوه او د غونډې په پای کې دواړو خواو یوه ۸ ماده ایز پرېکړه لیک صادر کړ.
ددې پرېکړه لیک ځینې موردونه په افغانستان کې دننه د ځینو غبرګونونو د رامنځته کېدو لامل شوی دی.
د قطر غونډې پرېکړه لیک په یو مورد کې، په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه چې د طالبانو اتلس کلنه جګړه هم رانغاړی، جهاد بلل شوی دی.
دغه راز ددې پرېکړه لیک په بل ځای کې د غونډې ګډون والو په افغانستان کې د اسلامی نظم د رامنځته کېدو غوښتونکی شوی دی. دغه راز دا پرېکړه لیک د رسنیو او بیان آزادی ته هیڅ ډول اشاره نده کړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126346

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *