د قطر بین الافغانی غونډې لغو کېدل

  • خپرول: ۳۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 113619

د قطر بین الافغانی غونډې لغو کېدل چې د ترسره کېدو لپاره یې څو اونۍ چمتوالی نیول شوی، له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د افغان حکومت، سیاستوالو او طالب ډلې استازو غونډه چې ټاکل شوې وه تېره ورځ په قطر کې په لاه واچول شی، لغوه شوې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه ددې لامل د هغو ګډون والو د ۲۵۰ کسیز نوملړ سره چې د افغانستان حکومت له خوا چمتو شوی، د طالبانو مخالفت بللی دی.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه د دوحې ناستې د ترسره کېدو په برخه کې ځنډ له تاسف نه ډک بللی او ویلی چې له ټولو خواو نه یې غوښتی ترڅو د بین الافغانی غونډې لپاره د یوه سراسری نوملړ پرسر اجماع ته ورسېږی.
په همدې حال کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم چې ټاکل شوې وه ددې ناستې یوتن ګډون وال وی، وایی چې د افغانستان خلک به په نېږدې راتلونکې کې په بین الافغانی غونډه کې د سولې د راوستلو په موخه کوټلی ګامونه پورته کړی. ټاکل شوې وه د میلادی میاشتې په نیمایی کې د دوحې له ناستې وروسته په سمرقند کې بله بین الافغانی غونډه په لاره واچول شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113619

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *