د قطرغونډه د معلومې مودې لپاره وځنډول شوه

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 113317

راپورونه ښیی چې د افغانستان سولې په اړه د قطر غونډه د نامعلومې مودې لپاره ځنډول شوې ده.
د افغان حکومت دوو سرچینو بی بی سی ته منلې ده چې قطر ته د دوحې د کنفرانس لپاره له کابله د تلونکو ګډونوالو سفر د نامالوم دلیل له کبله ځنډېدلی دی. د دغه سفر لپاره یوه قطری الوتکه کرایه شوې وه.
په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ (اپرېل ۱۸مه) له کابله د قطر دوحې کنفرانس ۲۵۰ ګډون کوونکی قطر له طالب استازو د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړی.
په ځینو کورنیو وېبپاڼو کې د قطر د کنفرانس یو بل ۲۴۳ کسیزه لیست خپور شوی، چې طالبانو هم تایید کړی دی.
په دې نوملړ کې له پخوانی لیسته یوازې ۶۱ کسان پاتې دی او ۱۵۷ نوی کسان ور اضافه شوی، چې له ۱۰ هېوادونو ۳۵ افغان کډوال هم په کې اضافه شوی.
طالبان وایی، کنفرانس لاهم پر ځای دی او نه دی ځنډول شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113317

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *