د قدس ورځې مراسم په کابل کې ترسره شو.

  • خپرول: ۳۰ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: دین او فکر
  • د خبر شميره: 23312

د قدس نړېوالې ورځې مراسم تېره ورځ په کابل کې د سلګونه عالمانو ، پوهانو ، محصلینو او خلکو په حضور سره ترسره شو.
حضرت آیت الله سید حسین ساجدی(حفظه الله تعالی علیه) په دې مراسمو کې دخپلو ویناو په ترڅ کې د آیایتونو او روایاتو یادونې ترڅنګ ، د بېلابېلو موضوعاتو لکه د نړۍ مظلومانو څخه ملاتړ او د ظالمانو په وړاندې مبارزې ، د امر به معروف او نهی از منکر وجیبې ژوند کولو پر اړتیا او همداراز د قدس او فلسطین موضوع په تړاو د مسلمانانو پر یووالی او ورورولۍ ټینګار وکړ.
دوی څرګند کړ چې مسلمانان په خپلو سترګو د فلسطینیانو غم او ماتم وینی. مسلمانان وینی چې د فلسطین مظلوم خلک د اسراییل ظلم څخه په تنګ شوی او ددوی ماتم او غم دهغه آیت په څېر دی چې فرمایی : «الذین یقولون ربنا اخرجنا من هذه القریه الظالم اهلها»؛ یعنی ای خدایه ! موژ د ظلم سره مخ شوی یو ، په داسی یو ښار کې ژوند کوو چې مسولین یې ظالمان دی ، زموژ لپاره سرپرست وټاکه او موژ ددغو ظالمانو څخه وژغوره . له همدې امله مسلمانان نباید د مسلمانانو دغو غمونو په وړاندې چوپ پاتی شی.
حضرت آیت الله ساجدی دخپلو خبرو په بله برخه کې د مسلمانانو په منځ کې د امر به معروف او نهی از منکر وجیبې ژوندی کولو اړتیا ته په اشارې سره وویل چې دغه مساله د اوسنیو ننګونو څخه د اسلامی نړۍ د ژغورنې یوازېنۍ لاره ده. دی څرګند کړ چې د دینی ارزښتونو او د اسلام سترو لارښونکو خبرو پربنسټ او لکه څرنګه چې حضرت علی ع په خپل وروستی خطبه کې څرګند کړ ، که د امر به معروف او نهی از منکر مساله د ټولنې څخه لمنځه لاړه شی ، خدای ج به ددغې فریضې نه پلی کېدو په خاطر د مسلمانانو غژ وانه وری.
دی څرګند کړ چې منکر د اسلام سپېڅلې شریعت له نظره څو ډولونه لری ، یوه برخه یې شخصی منکر دی او د شخصی چارو په برخه کې تړاو لری ، خو د منکر بل ډول ټولنیز دی چې په لوړه کچه شتون لری او نن ورځ قدس ته سپکاوۍ او د فلسطین پر ملت باندې د اسراییل ظلم ترټولو ستر منکر دی چې اسلامی نړۍ نباید دهغې په وړاندې چوپتیا غوره کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23312

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *