د قافیې او ردیف اړیکې/ نقیب احمد عزیزی

  • خپرول: ۲۱ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 25248

زموږ په ادبی فنونو کې تر اوسه د ادبیاتو ډېری استادان پر دې اکتفا کوی چې قافیه عربی کلمه ده، څټ ته وایی، د شعر هماهنګی پرې را څرخی، کلمې یې دا دی او بس!

قافیه تر دې هر څه ور ها خوا نور کمالونه هم لری. یو کمال یې دا دی چې په پښتو ژبه کې د عربی برخلاف، د قافیې لپاره د کلمې استقلال شرط نه دی، یعنې قافیه یوازې په اهنګ تلو، نه په عروضی شکل؛ ځکه خو کېدای شی چې د قافیې کوه برخه په ردیف پورې نښتې راشی یا د ردیف کومه برخه د قافیې خوا ته را بېله شی او خوند لا ډېر شی. په عربی کې قافیه باید یو مورفیم وی، لکن په پښتو کې دغه قید نه‌شته.

عربی قافیه له عروضو سره په قافیه‌پوهنه کې مطالعه کېږی او پښتو قافیه د بلاغی فنونو برخه ده.

له ردیف سره د قافیې لفظی یا تلفظی تړون یا شلون، مهارت دی. قافیه کله کله بله کلمه زېږوی، کله بیا پخپله له ردیف سره تښتی.

دروېش  درانی وایی؛

په دې رڼا باندې به مینځی د زړه وینه اخېر

دلته به هر څوک مبتلا وی ستا په مینه اخېر

رقیب له ما سره هیڅ وخت سیالی کولای نه‌شوه

دا ستا په وجه سړی جوړ شو له لرګی نه اخېر

د «وینه» او «مینه» له کلمو سره په دویم بیت کې قافیه له «لرګی نه» جوړه شوې او دوې کلمې دی. دغه شی د عربی عروضو په مېتود ځینو ته عیب ښکاری، مګر دا د پښتو مهارت بللای شو.

په پوهنتونونو کې اوس هم ډېری محصلان په مونوګرافونو کې د خوشال بابا پر قافیوی مهارتونو د قافیوی عیبونو ټاپې لګوی.

د خوشال بابا د غزل دوه بیته دی، وایی؛

په طلب کې دې سستی وینم دروېشه!

چې وتلی یې د دې خونې له وېشه

په پیغام د بوسې سود نه‌شی خوشاله

که زما په خوله مین یې را نژدې شه

د خوشال بابا دا غزل بې‌ردیفه دی، مګر په دویم بیت کې «شه» د ردیف پر ځای راغلې کلمه ده او قافیه د کلمې په لحاظ شلېدلې ده، یعنې لکه «دروېشه، وېشه…» خپلواک مورفیم نه ده پاتې شوې. په دغه بیت کې یوه ناخپلواک «را» او دوو خپلواکو «نږدې او شه» مورفیمونو د غزل قافیه تشکیل کړې ده. «را نږدې شه» یوه جمله ده چې له کلمو سره یې د غزل هماهنګی جوړه کړې ده.

د قافیې بله ښکلا دا ده چې کله کله په غزل کې ردیف هم له منځه وړلای شی، په دغه ډول د غزل کیف ورسره سوا کېږی او خیال ته نوی څرک ورکوی.

دغه بیت ولولئ؛

په یوه ګیلاس شرابو دې سپېڅلې ځوانی ورکړه

تو، لعنت په داسې ګټه، اه، افسوس په داسې ورکړه

دلته «کړه» کومکی فعل، ردیف دی؛ مګر په دویمه مسره کې «ورکړه» خپلواک مورفیم دی. « مورفیم ګرامری واحد ته وایی چې د وېشلو وړ نه وی، که ووېشل شی معنا یې ختمېږی.»

وینو چې د خوشال بابا د غزل په بیت کې قافیې ردیف تشکیل کړ، مګر په دغه بیت کې یې محوه کړ.

دروېش درانی وایی؛

ستا پر مړوند وینمه ستا د بېلتانه خوبونه

جانانه! بیا څه درنې شپې دی، څه درانه خوبونه

چې دې زما پېژندګلوی وکړه له درده سره

له هغې ورځ پس نه ته راغلې بیا، نه خوبونه

«د بېلتانه خوبونه، درانه خوبونه او بیا نه خوبونه» یو ډول تلفظېږی، د غزل هماهنګې برخې دی او قافیوی جوړښتونه لری، خو د ګرامر د لفظی واحدونو په اساس د دویم بیت قافیه «بیاـ نه» په دوو مورفیمونو کې راغلې ده.

نوښت یې دا پېښ کړی چې په دغه بیت کې «خوبونه» په «نه» وییکی سره نفې کړی دی. کله چې ردیف اسم وی، موضوع محدودېږی یا حد اقل شاعر د ردیف په قرارداد هر ځل په هماغه اسم پورې اړوند خبره کوی؛ مګر کله چې قافیه دغه ډول فعال رول ولوبوی، شاعر د زاویې او لیدلوری تنوع پیدا کولای شی.

دا له معنوی لحاظه شاعر ته د بل خیال دروازه پرانېزی او لوستونکی ورسره په شعر کې یو تحرک احساسوی.

له ردیف سره د قافیې پر اړیکو ګڼو خبرو ته اړتیا شته، ممکن ځینې ښکلاوې یې لا هم د قاف د غرونو ښاپېرۍ وی.

اړوند مطالب


سبا به لوړ چنار ته خېژم/ نقیب احمد عزیزی


د استاد پسرلی یو غزل/ نقیب احمد عزیزی


په یوه بیت کې د شعر درېیمه ننداره/ نقیب احمد عزیزی


راشه د رحمت بارانه…/ نقیب احمد عزیزی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=25248

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *