د فېسبوک ټولنیزه پاڼه له تخنیکی ننګونو سره مخ شوې ده

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108459

د ټولنیزو رسنیو مخکښه شبکه فیسبوک د خپل تاریخ له یوې لویې تخنیکی ننګونې سره مخامخ شوې ده. د نړۍ په ډېرو برخو کې د دغه شرکت ځینو چوپړونو ته د کاروونکو لاسرسی پرې شوی دی.
دغې شرکت ویلی، د دې ستونزې د اوارولو هڅه کوی.
پخپله پر فیسبوک سربېره ددې شبکې اړوند مېسېنجر یا پیغام استوونکی او اېنسټاګرام هم له ګډوډۍ سره مخامخ شوی دی.
وروستی ځل دا شبکه په ۲۰۰۸ کال کې له ګډوډۍ سره مخ شوه هغه مهال چې یوازې ۱۵۰ میلیونه کاروونکی یې لرل.
اوس ددې شبکې کاروونکی میاشتنۍ ۲،۳ میلیارده کسانو ته رسیږی.
ددې بې سارې تخنیکی ستونزې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108459

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




36 − = 29