د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره د فوټبال اړوند فعالیتونو منع شو

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108441

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره له فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع کړی دی.
د اسوشیټېډ پرس خبری اژانس د فیفا په قول راپور ورکړی چې ښاغلی کریم په دې موده کې په ملی او نړیواله کچه فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع شوی دی.
کرام‌الدین کریم د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ریاست پر مهال د افغانستان د نجونو د فوټبال په ټیم کې په جنسی او فزیکی ځورونه تورن دی.
نوموړی پر خپل ځان لګېدلی تورونه بې‌بنسټه بولی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د دې قضیې د څېړنې امر کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108441

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 28 = 36