د فوټبال فدراسیون نوی مشر وټاکل شو

  • خپرول: ۲۹ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 105503

فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون یوسف کارګر د هېواد فوټبال فدراسیون د مشر په توګه ټاکلی دی.
تردې وړاندې د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کرام، اوسنی مشر یوسف کارګر او ددې فدراسیون د دریو نورو چارواکو دندې د هېواد لوی څارنوالۍ له خوا ځنډول شوې وې او دوی ممنوع الخروج شوی وو.
د ښاغلی کریم دنده هم د فیفا له خوا ځنډول شوې وه او له ورزشی فعالیتونو څخه منع شوی وو.
د هېواد لوی څارنوالۍ دوې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې ددې بنسټ د څېړنو له مخې د یوسف کارګر دندې د ځنډېدو له حالته خلاصېږی او دی کولای شی ددې فدراسیون د مرستیال په توګه خپل کار ته دوام ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105503

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




5 + 4 =