د فرهنګی عالی شورا د رامنځته کېدو په موخه د اشرف غنی فرمان

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 130341

ولسمشر اشرف غنی په حکومت کې د فرهنګی عالی شورا د رامنځته کېدو فرمان صادر کړ.
په دې فرمان کې چې تېره ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپور شوی راغلی چې د فرهنګی حوزې اړوندو بنسټونو د همغژی، له فرهنګی او اسلامی ارزښتونو د ملاتړ په برخه کې د سرچینو د اغېزمنې همغژی، تاریخی میراثونو ته د ځانګړې پاملرنې، له لیکوالانو او هنرمندانو د ملاتړ، له خپرونکو او د صنعت له چاپ څخه د ملاتړ، د توریستی برخو د پېژنې او د توریزم له صنعت څخه د ملاتړ، د ښاری فرهنګ پراختیا او د ننګونو، فرصتونو او بشری ظرفیتونو څېړنه او دغه راز له پانګو او فرهنګی ظرفیتونو څخه د ساتنې په موخه د فرهنګی عالی شورا رامنځته شوې ده.
ددې فرمان له مخې، د فرهنګی عالی شورا سکرتریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا او د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر د عمومی ریاست په مرسته پرمخ وړل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130341

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *