د فراه پولیسو د امنیت آمر ووژل شو

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 41368

د فراه ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت د پولیسو امنیت آمر ګل بهار مجاهد د فراه ښار په مرکز کې د ماین چاودنې له امله وژل شوی دی.
د فراه والی ویاند ناصر مهری ددغه خبر په تایید سره ویلی، کله چې طالبانو د فراه ښار په مرکز کې د اسحاق زی پر سیمه برید وکړ، ګل بهار مجاهد د جګړې سېمې ته ورغلی چې د ماین چاودنې موخه وګرځېد.
په همدې حال کې د سیمې خلکو ویلی چې په دغه پېښه کې د ګل بهار مجاهد درې ملګری هم وژل شوی دی.
د پولیسو دغه چارواکی په داسې حال کې وژل کېژی چې په تېرو ورځو کې پر دغه ولایت کې د طالبانو پراخو بریدونو په اړه ځېنې خبرونه خپور شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41368

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *